نړۍ

د اسلامي دولت په برید کې د بشار الاسد د فوځ ۳۰ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): د بشار الاسد د فوځ په خلاف دغه برید د اسلامي دولت له اړخه په یو ناڅاپي ډول د سوریا د حمص ولایت په (جبل الشاعر) سیمه کې رامنځته شو، چې له کبله یې د بشار الاسد فوځ د تیلو ۳ څانان هم له لاسه وتلی.

د سیمي څخه خبر ورکونکي محلي خبریالان او فیسبوکي فعالانو خبر ورکړی چې د فوځ په منځ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه عسکر وژل شوی، او بل اړخ ته د اسلامي دولت لسګونه جنګیالي هم له منځه تللي دي.

که څه هم د اسلامي دولت او بشار الاسد د فوځ تر منځ جګړې په زور او شور کي دي، خو په یو ځل د ۳۰ تنو عسکرو وژل کیدل د سوریې واکمن اندیښمن کړې، او ویل کیږي چې د حمص مرکزي ښار څخه ۱۲۰ کیلو ختیځ ته دغه سیمي ته یې خپل د الوتکو په ملاتړ درنه قوه لیږلی، تر څو د اسلامي دولت سره وجنګیږي، او له لاسه ورکړي سیمي بیرته تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې د اسلامي دولت او بشار الاسد تر منځ وروستنی مشهوره جګړه د (الطبقة) په نامه هوايي ډګر او فوځي مرکز باندي وه، چې د اسلامي دولت په بریا سره پای ته ورسیده، او په دې توګه د (الرقه) په نامه ولایت په بشپړه توګه د اسلامي دولت په واک کي شو.

بل اړخ ته په حمص کې د اسلامي دولت دې پرمختګ د جګړې څارونکي په حیرت کي کړي، چې څرنګه لا د غربي او عربي هیوادونو ګډو بمباریو د اسلامي دولت په جنګي قدراتو تاثیر نه دی کړی، بلکي هغوی ورځ تر بلي لا پياوړي کیږي، او په یوه وخت تر لسو زیاتو محاذونو کې جنګیږي، چې مشهور یې د کردانو کوباني ښار، د بشار الاسد ځواکونو سره په جبل الشاعر، دیر الزور وغیره سیمو، د عراقي واکمن نظام سره په الانبار، جرف الصخر، فلوجه وغیره سیمو کې، او همداسي د کردانو د پیشمرګه ځواکونو سره د هغوی په سیمو کې په جګړه بوخت دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ هم د اسلامي دولت له اړخه په انټرنیټ باندي یوه ویډیو نشر شوی، چې په هغه کې یو بندي برتانوی ژورنالیست (جون کانتلي) د (کوباني) سرحدي ښار څخه را څرګند شوی، دغه ښار ته عرب (عین العرب) وايي، خو اسلامي دولت اعلان وکړ چې دوی به نور دا سیمه په رسمي ډول (عین الاسلام) بولي.

باید وویل شي چي د کتونکو په نظر په عین العرب (عین الاسلام) یا کوباني ښار کې د اسلامي دولت بریا د هغوی په خلاف د جوړ شوي ټول غربي او نړیوال ایتلاف په مخ څپيړه ده، او زیاته کړې چې که څه هم د کوباني ښار اسلامي دولت ته دومره اهمیت نه لري، خو بیا هم هغوی ډیره هڅه وکړه چې دغه ښارګوټی په زور ونیسي، او نړیوالو ته خپل قدرت ښکاره کړي، په داسي حال کې چې ددې ساحې د جګړو تازه حال په غربي او عربي لویو لویو چینلونو لحظه په لحظه ورکیده، او د کوباني جګړې یو رمزي حیثیت ګټلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x