دیني، سیرت او تاریخ

دګستاخ سزاپه شریعت کی قتل دی (دټوله امت دعلماء فتوا)

عبدالغفارجُبیر

دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په شان کی ګستاخی کول کفردی،هرهغه څوک چی دداسی کس سره دښمنی ونکړی هغه هم کافردی په هغه پسی لمونځ نه دی روا(کفایت المفتی ټوک ۱، پاڼه ۸۲ باب العقائد) هغه څوک چی دالله په شان ګستاخی وکی هغه مرتددی نکاح یی باطله ده (کفایت المفتی ټوک ۶ پاڼه: ۱۸۹)

هرهغه څوک چی دالله په شان کی ګستاخی وکړی هغه هم کافردی. (نجم الفتاوا، ټوک۱ پاڼه ۱۳۴ باب العقائد)

هرهغه څوک چی درسول الله صلی الله علیه وسلم ګستاخی وکی هغه کافراومرتددی دهغه سزاقتل دی. (فتاوای حقانیه ټوک ۱ پاڼه ۳۸۴)

که یوڅوک دالله جل جلاله په شان کی داسی ویناوی وکړی چي دهغه دشان سره مناسبی نه وي داکفراوارتداددی (خیرالفتاوا، ټوک ۱ پاڼه ۲۰۲) (فتاوی دارالعلوم دیوبند مدلل ومکمل ټوک ۱۱ پاڼه: ۲۱۶)

کله چي یوڅوک مرتدشي دمرتدحکم قتل دی اوبس.

هرهغه څوک چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په حق کی ګستاخی وکی هغه کافردی هغه دی قتل شی. (خصایل الکبری- حیصه دویم پاڼه ۵۱۵)

په خصایل کبری کی یی هغه احادیث مبارکان هم راوړی دي چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندمبارک کی اودهغه درحلت وروسته ونبی کریم صلی الله علیه وسلم چابدویلی دی هغه قتل شوی دی.

دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کی یوه یهودی ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بدوویل یوبل کس دهغه سرله تنه بیل کړ اوقتل یی کړکله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم خبرشونودهغه یهودی قتل یی رواوباله، دټولوعلماء په اتفاق سره هرهغه څوک چی ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بدووای دهغه قتل واجب دی. (شمایل کبری ټوک ۱۱ پاڼه: ۴۲۸)

په عمومي ډول سره یهوداوملحدین دخدای په شان کی ګستاخی کوي، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوندمبارک کی هم ډیرمشرکینوګستاخی کوله لکه ابولهب، ابوجهل اوداسی نور…. چي ټول قتل شول، هغه څوک چی دخدای جل جلاله اویادفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم په حق کی ګستاخی وکی هغه کافراومرتددی دهغه قتل واجب دی.

په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x