افغانستانخبرونه

مجاهد: په طالبانو کې د تفرقې اچولو خوبونه درسره ګور ته یوسئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): طالبانو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې د دوی یو مخکښ مشر ملا محمد حسن اخند د مالي فساد په تور له دندې ګوښه شوی.

د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې د هغو رسنیو موخه چې دغسې راپورونه خپوروي «امریکايي اشغالګرو ته خوش خدمتي» بللې.

ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې د کومې مشخصې رسنۍ نوم یاد کړي، وايي چې ځینې تش په نامه رسنۍ د طالبانو په صفوفو کې د اختلاف اچولو په هدف بې اساسه راپورونه خپروي.

نوموړی دغه ډول راپورونه «مکرر افواهات» ګڼلي او په وینا یې تر دې وړاندې هم هیڅ راپور د طالبانو د صف یووالي ته کوم زیان نه دی رسولی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

«خو د دغو بې شرمه هڅو متصديانو لا تر اوسه د کوم خجالت احساس نه ده کړي او له ځانه يي نه دي پوښتلي چې دا ډول پخواني رپوټونه يي ولې نه وو ريښتيا شوي؟».

د طالبانو ویاند وايي چې امریکایانو د دوی ترمینځ د اختلاف اچولو په هدف دومره زیاتې هڅې په کار اچولي چې ښايي په وروستیو پیړیو کې ساری ونه لري.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې له ټولو هڅو سره سره امریکایان په خپل هدف کې پاتې راغلل، او په وینا یې طالبان لکه د پخوا په شان د یو موټي جهادي خوځښت په توګه مبارزه کوي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو په صف کې دغسې یووالي او اتحاد «د غلیمانو خوب تښتولی».

د طالبانو ویاند ډاډه دی چې په داسې حال کې چې د دوی صف د «بادارانو» په هڅو زیانمن نه شو د کشرانو په پروپاګند خو کله هم نه متضرر کیږي. «د قوي بادارانو په دومره لويو هڅو او دمعاصرې تکنالوژۍ په مټ چې د اسلامي امارت په صف کې کوم خلل رامنځته نشو، نو دڅو تنو پريوتو، بدنامو غلامانو په بې معنی پروپاګند خو به اصلا هيڅ اثر مرتب نشي او نه به کوم اغيز ولري.»

ښاغلي مجاهد ویلي چې د ملا محمد حسن اخند د سپیڅلتوب او علمي درایت په اړه طالبان بشپړ اطمنان لري او په وینا یې دغه راز خبرې اوریدل ورته «د خندا وړ» ښکاري.

د طالبانو ویاند د اعلامیې په پای کې یو ځل بیا د ملا محمد حسن اخند په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه ردوي او وايي:

«غلیمانوته وايو چې تاسو به په دغه راز شرمیدلو اقداماتوسره د مجاهدينو ترمنځ دکوم مشکل او تفرقې د اچولو خوبونه در سره ګورته يوسئ».

د یادونې وړ ده چې ملا محمد حسن اخند د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ریاست الوزراء مرستیال و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x