افغانستان

امريکايي عسکر يو تن افغان پوليس افسر ووژلو

herold_us_special_forces2

نن ټکی آسیا/رسنۍ

نن دهیواد په سهيلي ولايت هلمند دامریکايي  سمندري ځواکونو په یوه پوځي اډه كې یوه  امریکایي عسکر  په یوه افغاني پولیس افسر ناتار  ډزې وکړې اوځای په ځای  یې وواژه.

دایساف له لوري په  خپرې شوې خبر پاڼه کې  راغلي چې پيښه هغه وخت را منځته شوه دچې کله  دافغان افسر او امريكايي  پوځي ترمنځ 

دکومې  امنیتي موضوع په سر لانجه راغله او افغان افسر دامریکايي په لوري له  پیرکولو ماسیوا هسي دخپلې وسلي خوله ورواړه وله ، مګر امریکايي عسکر سمدستي ور باندې  ډزې وکړې  او نوموړی  یې  ځای په ځای وواژه.

امریکايان وايي د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې .

د یادونې وړ دی چې  دافغان  سرتیرو  اوبهرنیو پوځیانو تر منځ دتیرکال په اوږدوکې دیته ورته ډیرې مرګونې پيښې رامنځته شوې.

په تير نومبر کې دننګرهار په ولایت کې یوه افغان سرتيري دپوځي روزنې په مهال 6 بهرني پوځیان ووژل، او یوه بل بيا په هلمند کې دري نفره بهرني پوځیان ووژل  او بیا وروسته له طالبانو سره ملګری شو، چې طالبانو يې ښه  تودهرکلی هم وکړ.

همدا راز دتير اکتوبر په میاشت یوه بل عسکر په کابل کې دافغان او فرنسوي عسکرو پر ګډه پوسته دراکټ وار وکړ مګر دتلفاتو په اړه یې  دچارواکو له لوري بشپړ مالومات ورنكړل شول.

دتیر سپتمبرپه میاشت کې دوه اسپانوي پوځیان له یو افغاني ژباړونکي سره  يو ځای دنیمروز په ولایت کې دیوه  افغاني سرتيري  له خوا دپوځي روزنې  په مهال ووژل شول.

په اګست کې بیا یوه افغان پوځي په دوو امریکایي امنیتي عسکرو ډزې وکړې  او ځای پر ځای یې ووژل.

اوله نوموړې پيښې ایله یوه اونۍ وروسته یوه  افغاني عسكر دري بريتانوي پوځیان په هلمند کې ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x