افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بریا وروسته، نننۍ لوبه کې ماته شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د یوې ورځنۍ سیالۍ دوهمه لوبه وه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يې وکړه.

افغانستان توپ وهونکي نن د تیرې لوبې په څیر لوبه ونکړه او ټول لوبغاړي په ټاکل شوي ۵۰ اورونو څخه یوازې ۴۵ اورونو لوبه وکړه او یوازې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.

افغانستان توپ وهونکي راشد خان ۶۷، جمعه گل ۳۳، حضرت الله ۲۹ او احسان الله ۲۷ منډې جوړولو سره ښه وځلیدل په داسې حال کې چې نورو ډیرو توپ وهونکو ښه لوبه ونکړه او لږ منډو جوړولو سره وسوځیدل.

دغه لوبه کې پاکستاني توپ اچونکي عامر جمال ۳، اویس اقبال ۲ او محمد شهابل ۲ افغان لوبغاړي وسوځول.

نن ورځې لوبه کې افغان توپ اچونکي هم د تیرې لوبې په څیر لوبه ونکړه او د پاکستاني لوبغاړو منډو جوړولو مخه يي ونشوه نیولی.

دغه لوبه کې پاکستاني توپ وهونکي سجاول ریاض ۸۴، ذیشان ملک ۵۰ او دانش عزیز ۳۸ منډې جوړې کړې چې په مرسته يي پاکستان دغه لوبه په ۷ ویکټو وگټله.

د دغو سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۳۱ وي. د پایلوبه گټونکی به د سیالیو لړۍ گټونکی وپیژندل شي ځکه چې دغه لړۍ تر اوسمهاله ۱-۱ سره مساوي ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د