نظــر

د پرون توپکسالاران، د نن اتلان!

لیکوال: پښتون زوی

افغان اولس د توپکسالار  د توري سره په لمړي ځل په هغه وخت وه پېژندل چي په ۱۹۹۲ کي کابل ته وسلوالي ډلي ننوتلې،هغه ډلي چي د خوشالۍ په ټکانو(ډزو) يې لسګونه افغانان مړه او زخميان کړل!!

دا د ۱۳۷۱ د ۲مي ورځي وې،چي د حزب اسلامي،شورای نظار،اتحاد،وحدت،جميعت او جنرال دوستم ځواکونه کابل ته ننوتل،کابل يې لوټه-لوټه کړ،پر واټونو پراته جسدونه سپيو خوړل،چي د يوې ورځي د تلفاتو شمېره تر(۱۰۰۰)هم لوړه اټکل سوې ده .

طالبان چي هر څه ول،خو پر افغانانو يې دا احسان وکړ چي له توپکيانو څخه يې وه ژغورل،د نړيوالو په راتګ سره  توپکسالارانو ته قانوني اجازه وسوه چي په بې رحمه داړو افغانان تر هغو وه چيچي چي ساه پکښي وي،توپکسالارانو هم تر ښکاره بدلون وروسته سرې نيکټاياني وتړلې،فرانسوی ږېري يې جوړه کړه،او ځنځيرونه يې خپل مخ ته پر مېز واچول،چا پر ښوونيز،چا پر ټولنېز،چا پر پاليسي،چا پر اقتصاد…خو لنډه دا چي ټول دولت د فيشني توپکسالاران په ولکه کښېواتئ،ان مديران هم په ډالرو رشوتونه غواړي،يوازي يې دا تفاوت وو چي پخوا به يې په توپک رشوت غوښت،خو اوس يې په لاسليک غواړي!

په دې اړو دوړ کي ځيني پکښي مارشالان،ځيني د پوهنتون د کچي ښوونکي،ځيني يې ستر جنرالان،ځيني يې ان په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازي سول،فاروق وردک، هادي ارغنديوال، ملاراکټی،وحيدالله سباوون، لطیف پدرام ،کريم خرم،ستر جنرال دوستم، حليم فدايي، جمعه خان همدرد،سیاف، ګلابزوی،عطامحمد،لطیف پدرام،دوستم ،حفیظ منصور،اسدالله حبیب، حمیرا نګهت دستګیر زاده، پرتونادری، رزاق مامون ،استاد امین فاطمی، استاد حاجی پاینده محمد، استاد الماس، عمر داؤدزی،استاد ظاهراغبر، مارشال فهيم، استاد جګدلک، ډاکټر عبدالله، استاد نواندیش، استاد علومی ستر جنرال اسماعيل خان،ستر جنرال ګل اغا…يې ښې نمونې دي!!؟

madia_warlords

رسنۍ د توپکسالارنو په انحصار کي

لوېدېځ چي د دې پروژې بنسټګر بلل کېږي،هيڅ کله وه نه توانېدئ چي د ملت زړه لاس ته راوړي،دې اوږدې جګړې افغانستان او د امریکا خلکو ته له بدمرغۍ، ویجاړۍ، وژني، برمته کولو پرته بل هیڅ شی نه درلودل، او نه به یی ولری. د پوځي لګښت سربېره، هر کال میلیارډونه ډالر د جګړه‌ مارانو او د امریکا اصلي مخبرانو(چی د وږی په څیر د کرزي په دولت کی ټومبل سوی) جیبونو ته ولاړې لکه:سیاف، خلیلی، فهیم، عبدالله، عطامحمد، گل آغا ، اسماعیل خان، احمد ضیا مسعود او بله ډله احسان الله بیات، میرویس عزیزی، محمود کرزی، زمری کامگار، حسین فهیم،‌ کمال نبی‌زاده او داسی نورو ډالر خوړونکی چي د افغانستان په خرڅولو سره ډالر ریبي،او هره ورځ دا دعا کوي چي خدای دي د امریکا لاس د دوی له سره نه لري کوي.

qudrat_waish

د پخواني دولت دولتي وېش!
دې وژنکو خورا په تدريج سره بانګونه،رسنۍ،مدني سرچينې،علمي موسسې تر انحصار لاندي راوستې،کوم پرمختګ چي کابلي ټلوېزونونه يې په ستايلو نه مړېږي،خو له اره يې ۹۰٪ سلنه د همدې بې رحمو ملېشه سالارانو دي.
واي يو وخت دشپې يو کور ته غل وا ووښت،کله چي د کور خاوند او کليوالو پر نارې کړې چي غل ونيسئ،غل هم نارې کړې چي غل وه نيسئ پدې ډول هوښيار غله بېغمه هم ځان خلاص کړی هم يئ غوټه يوړه ،دا مي تر دې پوري وه ويل چي اوسنی توپکيان او قاتلان هم  د جنګسالارانو غندنه کوی!adeeb_fahim_salah_rabbani-others

sadiq_shaheed

دولتي شتمنی،د اسماعيل خان د زوی په چوپړ کي!
موږ د بشري حقوقو له ادارو غوښتنه کوو چي هر کله د جنګسالارانو غندنه کوي نو نومونه دي یې هم ښکاره کوي،ځکه چي دوی ملت ته مخدره سالاران،جنګ سالاران،فساد سالاران،قدرت سالاران،ملېشه سالاران…تحفه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x