افغانستان

سلګونو افغانانو نن په هرات کي د ايران پر ضد لاریون وکړ

anti-iran-demo_heratنن ټکی آسیا/بي بي سي

دغه لاریون چې تر ډېره د ‘افغان ملت’ ګوند لخوا جوړ شوی و، په ایران کې د افغاني تيلي ټانکرو درول یې په کلکه وغندل او دا یې له نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغړاوی وباله.

قهرېدلو لاریون کوونکو له افغان دولته وغوښتل چې له ایران سره دې هر راز اړيکي غوڅ کړي.

دوی له ایرانه هم وغوښتل چې ژر ترژره دې د افغاني سوداګرو تيلي ټانکر افغانستان ته راپرېږدي او په هغه هېواد کې دې نیول شوي افغانان خوشي کړي.

لاریون کوونکو پر ایران نیوکه کوله د دې پرځای چې ایران په سخت وخت کې له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړي، لا یې پسې ځوروي او کډوال یې په سره ژمي کې له هېواده شړي.

لاریون په سوله ییز ډول پای ته ورسېد او د تاوتریخوالي کومه پېښه پکې ونه شوه.

پولیسو او امنیتي ځواکونو لاریوني اخ و ډب ته پرېنښودل .

وړمه ورځ هم په کابل کې د ایران ضد لاریون وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x