fbpx

ايران: په کابل کې ددوی ضد لاریون کونکي باید ونیول شي

kabul_laryoonنن ټکی آسیا/بي بي سي

ایران د افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه لاریون کونکي چې دتیري دوو انیو راهیسي د ایران په ضد لاریون کوي، ونیسي.

د ایران په ضد د څو ورځو راهیسي په کابل کي پر لپسي پراخ پراخ لاریونونه وسول چې لاریون کونکي د ایران په شعارونه ورکول، او د ایران له خوا یي د افغانانو د تیلو ټانکران او د افغان کډوالو عامه وژنه زورونه وغندل.

ایران چې د لاریونکو ادعاوی یې ناسمي وبللي، ویلي یې دي چې د افغان کډوالو په قتل کې دوی لاس نه لري او دا چې لاریون کونکي د قتل شوو افغانانو په شمېره کې مبالغه کوي.

لاریون کونکو ایران د 45 افغان کډوالو په قتل محکوم کړ.

ایران افغان حکومت ته تهدید ورکړی که چیري دوی دغه لاریون کونکي ونه نیسي نو دوی به په خپلو هغو پریکړو بیا له سره غور وکړي کومي چې دوی د افغان حکومت سره د تیلو او نور ټرانزیټ چارو باندي کړي وې..

مګر ایران ايکو سازمان د تړونونو له مخې نشی کولای چې په افغانستان باندی هیڅ یو قسم سوداګري محدوديتونه ولګوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د