fbpx

د غڼې کور او قراني اعجاز

لیکوال: حامد افغان

په قرانکریم کې غڼې یا تارکښې ته ډیر اهمیت ورکړل شوی دی، او د “العنکبوت ” په نوم یې ځانګړی سورت د دې په نوم کړی دی، د الله جل جلاله په دې ویړه نړۍ کې د ګڼ شمیر ژویو په منځ کې غڼې ته دومره اهمیت ورکول دا معنا لري چې په دې خزنده کې خامخا کومه لویه خبره او ستر حکمت پروت ده، په دې اړه لومړی د قرانکریم هغه ایت را اخلو چې د غڼې یادونه یې کړې ده او وروسته په غڼې خبره غځوو.

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) [العنكبوت: 41]. ژباړه: هغو خلکو چې له الله پرته یې نور دوستان نیولي دي د دوی مثال د غڼې په څیر ده چې هغه کور جوړ کړي، او بې شکه په ټولو کورونو کې د غڼې کور ډیر سست او کمزوری دی، که دوی پوهیږي.

په دې ایت کې د هغه ملحد تردید شوی ده چې فکر کوي قران د انسان خبرې دي او د الله خبرې نه دي، کومو خلکو چې له الله پرته نور دوستان نیولي دي لکه بتان او نور د انسان تخلیق کړي خدايان یا لکه ماده او عقل د دوی ګروهه او فکر دومره سست او بې اساسه دی لکه د غڼې کور، د غڼې کور ولي کمزوری، سست او بې اساسه ده؟ دې پوښتنې ته د ځواب له پاره د غڼې په کور تفصيلي خبره کوو.

د غڼې کور

د غڼې کور یواځي د جوړښت له پلوه کمزوری او ضعيفه نه ده په ټولنیز لحاظ هم کمزوری ده، د جوړښت له پلوه د دې کور تر ټولو ژویو او مخلوقاتو کمزوری ده او هغه داسي چې نور ټول مزبوت کورونه جوړوي، چې د موسمونو له تغیراتو سره مقابله کوي او غڼې خپل کور په هوا کې جوړوي او دومره سست وي چې د باد، باران، یخ او ګرمي یوه مقابله هم نشي کولی آن د شپې پرخه هم د دې په کور باران وي، او د اوبو یو ډول غټې ده د هغې لا عجيبه کور ده، هغه ټول ژوند له اوبو لاندي تیروي څو د هوا ډومبکې راټولې کړي هغه د اوبو سر ته را وخیږوي هلته یې مخکي یو جال ورته جوړ کړی وي په هغه کې یې واوبي، د غڼې له تارونو او هوا له ډومبکو جوړ کور به نو څه ډول کور وي ښکاره خبره ده ډیر کمزوری او سست به وي.

اکثره ژوي او حشرات دری بُعدي کورونه او ځالې جوړوي خو د دې برعکس غڼې په اکثرو حالاتو کې دوه بُعدي او یا مسطح کورونه جوړوي له دې امله یې کور دومره سست او کمزوری وي چې د یوې ورځې هوا او رطوبت ته هم نشي ټینګېدلی، د ورځې په پای کې دومره سست او کمزوری شي چې له کاره ولويږي او غڼې مجبوره شي خپل کور وخوري څو وکولی شي نوي تارونه تیار کړي، عجیبه ده هغه خپل کور خوري! .

بله عجیبه دا ده چې د غڼې کورنی ژوند هم دربدره او له شخړو او وژنو ډک ده، مور غڼې خپل میړه او اولاد خوري داراز وروڼه او خوندې پخپلو کې سره وژني او یوبل خوري، د دې کورنی ژوند تر دومره حده خراب او تباه ده لکه د یوه بې ایمانه ملحد ژوند چې په الله ایمان نه لري، په لویدیځ کې له اخلاقي پلوه کورنی ژوند د غڼې د ژوند په څیر ده، لومړی خو هلته د میړه او ښځې د واده تړون ډیر ناوخته او کم ده او بیا د طلاق وبا هلته کورنی ژوند له منځه وړی ده، د پلار او مور د احترام او خدمت په نوم لوړ انساني اخلاق له منځه تللي دي او د خپلوي نورې اړیکې هم په نشت شمار دي. نور بیا.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د