افغانستان

کابل کې پر پولیسو د لاسي بم برید شوی

نن ټکی اسیا (چارشنبه، د لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): نن ماخستن د اتو بجو شاوخوا کې د کابل ښار په کوټه سنګي سېمه کې یو ناڅرګند کس پر ولاړو پولیسو د لاسي بم «ګرنيټ» برید کړی.

د لومړنیو معلوماتو تر مخې، په دې برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د کابل امنیتي سرچینو د یادې پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې برید کوونکی له پېښې سمدستې وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x