fbpx

په امریکايي مکتب کې

لیکوال: حامد افغان

یو زده کوونکی نوی ټولګي ته راغی ، دا زده کوونکی دیوه جاپاني تاجر زوی و او سوزوکي نومیدی، استاد چې ټوولګي ته راننوت ویې ویل : نن له امریکايي تاریخ نه خبرې کوو او په پیل کې له تاسو نه څو پوښتنې لرم :

دا خبره چا کړې ده : یا ازادي را کړه او یا مرګ ؟په ټولګي کې ټول زده کوونکي چوپ ناست دي یواځي سوزوکي لاس اوچت کړ،او ویې ویل: داخبره بیتریک هنري کړې ده ، په 1775کې .

ښوونکي وویل : ډیر ښه !

ښوونکي بیا وویل: دخلکو حکومت په خلکو بانديد خلکو له پاره به په دې ځمکه کې تل روان وي .

بیا چا ځواب ورنکړ سوزوکي وویل: ابراهام لنکن 1863.

ښوونکي نور ټولګیوال سپک کړل او ورته کړه یې: وشرمیږﺉ سوزوکي دې هیواد ته نوی راغلی دی او تاسو د دې هیواد اوسیدونکي یئ او ځوابونه هغه وایې تاسو چوپ یئ؟!!

په دې وخت کې په ټولګي کې د یو چا له خولې ووتل: په جاپانیانو دي لعنت وي . ښوونکي په لوړ اواز غږ وکړ : دا خبره چا وکړه ؟ سوزوکي لاس پورته کړ او ویې ویل : لي ایو کوکا په کال 1982م کې.

د سوزوکي شاته یوه شاګرد وویل: نږدې ده چې قی وکړم . ښوونکي وویل: داسپکه خبره چا وکړه ؟ سوزوکي وویل: داخبره جورج بوش په کال 1991م کې دجاپان لومړې وزیر ته کړې وه .

دشا له خوا یو امریکايي هلک راپورته شو او په ډیر قهر یې وویل: باور وکړه ستا غاښونه به درمات کړم ! سوزوکي پورته شو لاس یې ښوراوه او ویې ویل : داخبره بیل کلینټن په کال 1997م کې مونیکا لوینسکي ته کړې وه . په دي وخت کې ټول شاګردان راپورته شول او یوه یې وویل: ای سپکه انسانه ! که بله خبر دي وکړه وژنم دي، سوزوکي وویل : داخبر جاري کونډت په کال 2001 م کې شاندرا لیوي ته کړې وه .

د ټولګي ټول امریکایان شاګردان حیران او وازې خولې پاته شول …!! یو څو یې وویل : اوووه زموږ له بده مرغه په عجیبه جنجال واوښتو !!!

سوزوکي ورته وویل : داخبره په کال 2011 م کېامریکایي جنرالانو په افغانستان کې کړې وه ….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د