افغانستان

اشرف غني: د سترې محکمې اعضاو کې یوه ښځه ټاکم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي د چین یوه پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي چې یوه ښځه به د سترې محکمې د عضوې په توګه معرفي کوي.

اشرف غني احمدزی ۲ ورځې وړاندې چین ته ۴ ورځني رسمي سفر ولاړ.

د افغانستان په تاریخ کې تر دې مهاله هيڅ ښځه د سترې محکمې د عالي شورا عضوه نه ده پاتې شوې.

اشرف غني احمدزي دغه خبره د چین د شینهوا پوهنتون د یوه محصل د پوښتنې په ځواب کې ویلې.

تر دې وړاندې د اشرف غني حقوقي مشاور عبدالعلي محمدي ویلي و چې ولسمشر د ستر محکمې په اعضاو ته یوه ښځه معرفي کوی.

اشرف غني همدا راز ویلي چې اسلام ښځې ته بشپړ ملکیت او مشارکت ورکړی.

خو نوموړي دا څرګنده نه کړله چې د اسلام له لیدلوري ښځه په قضا کې کار کولای شي یا نه.

پر افغانستان د امریکا د یرغل سره په ۱۳۸۲ ل کال کې نوی اساسي قانون تصویب او بیا د کرزي لخوا توشیح شو. ددغه اساسي قانون د ۱۱۸مې مادې پر اساس ستره محکمه ۹ تنه غړي لري چې د ولسمشر لخوا به ولسي جرګې ته پيژندل کیږي او تر وکیلانو تر اعتماد وروسته د سترې محکمې غړیتوب لاسته راوړي.

اساسي قانون کې دا نه دي څرګند شوي چې ښځه هم د سترې محکمې غړیتوب یا د قاضي په حیث دنده ترسره کولای شي یا نه.

د اشرف غني د وروستیو څرګندونو په اړه دیني عالم  محمد حامد افغان نن ټکی اسیا ته وویل چې د جمهورو فقهاو له نظره ښځه نشي کولای په قضا کې دنده وکړي، خو احناف علما بیا وايي چې ښځه د حدودو او قصاص پرته په نورو معاملاتو کې قضا کولای شي.

ښاغلي افغان زیاته کړه  چې علما د جمهورو قول راجح بولي او په وینا یې له همدې امله د افغانستان په تاریخ کې هيڅ ښځېنه قاضۍ نه ده تېره شوې. د حامد افغان په وینا ښځه کمزورې وي او د فطري کمزورۍ له امله د قضا درنده دنده نشي ترسره کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x