ټکنالوژي

نوی سمارټ فون: غوره کمالونه، کمه بیه!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): هوايي (Huawei) کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون هانر ایکس فور (X4 Honor) د خرڅ لپاره وړاندې کړ چې د راپورونو پر بنسټ د دغه سمارټ فون بیه به ۱۳۰ امریکايي ډالره وي؛ خو د ځینو نورو راپورونو پر اساس د دغه سمارټ فون بیه به ۱۴۶ ډالره وي.

دغه سمارټ فون ۱۳ میگا پکسله (Mega Pixel) شاتنۍ کامره، ۵ میگا پکسله مخکینۍ کامره، ۲ جي بي رېم او ۸ جي بي فایل ثبتونې وړتیا لري چې له دې سربیره اضافي میموري کارډ هم حمایه کولی شي.

دغه سمارټ فون ۶۴ بټ (Bit) کوال کوم او ۱.۲ گیگا هیرتز پروسیسر سره به بازار ته وړاندې شي. دغه سمارټ فون ۴جي ایل ټي اي (4G LTE) حمایه کوي او د انډرایډ (Android) ۴.۴ کټ کېټ (KatKit) سره به کارول کیږي.

ایکس فور سمارت فون تر دې مهاله تر ټولو کم بیه ۴ جي سمارټ فون دی چې د دغې سمارټ فون ټیټه بیه به يي ډیر مشهور کړي ځکه چې اوسمهال ۴ جي سمارټ فون کاروونکي ډیر زیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x