پاکستاني چارواکي : دبې طرفه اسلامي هیوادونو ځواک دي دافغانستان امنیت خوندي کړي

4008AS21

(نن ټکی آسیا) ایکسپریس تربیون په خپله پرونۍ ګڼه کې دپاکستاني چارواکو لخولې یوراپور خپور کړ، په راپورکې پاکستاني چارواکو وړاندیز کړي ،له ۲۰۱۴ وروسته چې بهرنی پوځونه له افغانستانه وځي پر ځاي دی دبې طرفه اسلامي هیوادونو ځواکونه افغانستان ته ولیږل شی
راپور زیاتوی چي که افغانستان ته دبې طرفه هیواودونو ځواکونه ولیږل شي دا به ددې جوګه شي چې دافغانستان امنیت خوندي او دښکیلو خواو ترمنځ به یو جوړ جاړي رامنځ ته کړي.

پاکستاني چارواکي وايي اوس فعلا امریکايي روزونکي دملي اردو لپاره( ۱۲۰۰۰۰) پوځیان تربیه کوي ،خو ددوي په ګومان که بهرنی پوځونه ووزي دنورو لخوا روزل شوي پوځیان به ونشي کړاي چې دامنیتی چارو مسئولیت پر غاړه واخلي ، او نه اوسني روزل شوي پوځیان دټول افغانستان نماینده ګي کولای شی ځکه دپوځ ډیره برخه غیر پښتانه دي، دې ځواک ته دواک سپارل به لا ګډ وډی رامنځ ته کړي.

پاکستاني مقاماتو دبې طرفه اسلامی هیوادونو په ډله کې دمالیزیا اندونیزیا او بنګله دیش نومونه یاد کړي،وایي چې داهیوادونه په افغانستان کې یوډول ګټي هم نه لري

یو پاکستاني ډیپلوماټ رستم شاه مومند ویلي ،دافغانستان دلانجې حل او فصل کیدل دناټوځواکونوپه وجود کې ممکن نه دی ،دملګرو ملتو په چوکاټ کې دبې طرفه اسلامي هیوادونوځواک راتلل کیدای شي دافغانستان دمشکل دحل لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

احمد بریال

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د