ټکنالوژي

فضایي اډو ته اکمالات وړونکي توغندي له منځه تللي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د راپورونو پر بنسټ نړیوالې فضایي اډې ته اکمالات وړونکو توغنديو د امریکا په ویرجینیا کې له توغولو څو ثانیي وروسته انفجار کړی او په مکمله توګه له منځه تللي دي.

دغه توغندي چې د اوربیټل ساینسز کارپوریشن جوړ کړی و د ورجینیا له وولپ ای لینډ توغندي توغونې مرکز څخه توغول شوی وو. دغه توغندي کې کوم انسان نه و؛ نو ځکه یې ځاني تلفات نه دی اړولی.

دغه توغندی نړیوال فضايي اډې ته د ۵۰۰۰ پاونډو په ارزښت توکې انتقالول چې توغندي سره د اکمالاتو د ځمکې څخه لږه فاصله اخیستلو سره تباه شو.

دغه تباه شوی توغندی څلورم توغندی وو چې نړیوالې فضايي اډې ته یي اکمالات انتقالول.

د امریکا فضايي اداره ناسا، د ورجینیا اوربیټل ساینسز کارپوریشن او د کلیفورنیا سپیس ایکس نومې شرکتونه نړیوال فضایي اډې ته د اکمالات رسولو دنده پر غاړه لري.

دا لومړی ځل دی چې اکمالات وړونکی توغندی له توغولو وروسته تباه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x