افغانستان

اشرف غني د تايوان، تبت او سينګيانګ «شرقي ترکستان» په موضوع کې د چين د دريځ ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د ايتلافي حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزی چې په يو څلور ورځني رسمي سفر چين ته تللی، د چين د جمهور رئيس سره په کتنه کې د تايوان، تبت او سينګيانګ پر موضوعاتو د چين د دريځ ملاتړ اعلان کړ. دغه راز پر بيلا بيلو موضوعاتو سربېره د دواړو هيوادونو تر منځ څلور تړونونه هم لاسليک شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه راغلي، چې اشرف غني احمدزي د خپل چينايي سيال (شي جينګ پينګ) سره په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

دواړو لوريو د افغانستان او چين تر منځ په سياسي، امنيتي، اقتصادي، زده کړې، سوداګريزې، فرهنګي، د تندروۍ او تروريزم سره د مبارزې، سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو او نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

اشرف غني احمدزي په خپلو خبرو کې د يو واحد چين سياست ته د افغانستان پر ژمنتيا ټينګار وکړ او د تايوان، تبت او سينکيانک په مسايلو کې يې د چين له موقف څخه ملاتړ اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې په سينګيانګ «شرقي ترکستان» کې چې ډېرې وګړي يې مسلمانان دي، خپل دیني مراسمو ته په هغه توګه  نه پریښودل کیږی، لکه څرنګه چي لازم دي، بلکی ډیر وخت مسلمانان د سختو شکنجو او تعذیبونو سره مخ کیږي، چې له کبله یې هلته د ازادۍ حرکت روان دی، او د ختيځ ترکستان په نوم يوه جهادي ډله په چين کې بريدونه کوي، ځانونه او ټول مسلمانان د چين کميونيستي حکومت محکوم بولي او د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

دغه راز په «تبت» کې هم له ډېره وخته د خپلواکۍ يو پاڅون روان دی او چين تايوان سره هم په يو لړ مسايلو اختلافات لري، چې د اشرف غني په پرونيو څرګندونو کې افغانستان په دې ټولو موضوعاتو کې د چين اړخ ونيو.

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۴-۰۳-۲۲ نېټه پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د سنا او کانګرس د يو ګډ پلاوي سره په کتنه کې د روسيې د فدارسيون سره د کريميا او سيواستوپول د يو ځاى کېدو په اړه ويلي و چې «د ملتونو د ازادۍ او خپل برخليک په خپله ټاکلو د حق اصل ته په کتنې سره افغانستان د کريميا د خلکو د پرېکړې احترام کوي.»
هغه مهال امريکايي چارواکو د حامد کرزي د يادو څرګندونو په اړه جدي غبرګون څرګند کړى و، او ويلي يې وو، نه يوازې دا چې دغه ډول څرګندونې ګټورې نه دي، بلکې د امريکا لپاره د منلو وړ هم نه دي.

د سينګيانګ، تبت او تايوان په برخه کې هم د نړۍ هيوادونه د خپلو ګټو او ستراتيژيو له مخې بېلابېل دريځونه لري او اوس به د امريکا او نړيوالو دريځ ته کتل کيږي، چې د اشرف غني د دې څرګندونو په اړه د امريکا او نړيوالو غبرګون څه دی.

د ګډ حکومت ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د چين ولسمشر سره په دغه ليدنه کې همدا راز وويل چې د چين سره اړيکې د افغانستان لپاره ډېر زيات اهميت لري، او د افغانستان د بهرني سياست په اولوياتو کې راځي.

ډاکټر اشرف غني د سولې په پروسه کې د همکارۍ لپاره د چمتوالي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه کولو په برخه کې د رول اداء کولو له کبله له چين څخه مننه وکړه.

هغه وويل چې چين سره په ټولو برخو او په ځانګړې توګه، د تروريزم او افراطيت، نشه يې توکو او سازمان شويو جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې به خپلې اړيکې پراخې کړو.

ډاکټر احمدزي وويل، «افغانستان د واخان د دهليز له لارې د چين سره د مستقيمو اړيکو جوړولو غوښتونکی دی.»

نوموړي چينايي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول، او له چينايي پاګوالو يې غوښتنه وکړه چې د ترانسپورت، لويو لارو جوړولو، او په افغانستان کې د اور ګاډي پټلۍ جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چې ۲۰۱۵ م کال د افغانستان او چين د ديپلوماتيکو اړيکو د پيل د شپيتمې کليزې سره برابر دی او وړانديز يې وکړ چې دا کال دې د چين او افغانستان د دوستۍ او همکارۍ په کار ونومول شي.

په مقابل کې د چين جمهور رئيس وويل چې هيواد به يې افغانستان سره د سيمه ييزو اړيکو په برخه کې همکاري وکړي، د اسيا زړه پروسې (استانبول پروسې) د ټولو اړخونو څخه به هم وغواړي چې افغانستان سره مرسته وکړي، او د شانګهای د همکاريو سازمان به هم وهڅوي چې د افغانستان د مرستو په برخه کې خپل تمرکز او همکاري زياته کړي.

«شين جينګ پينګ» د افغانستان او پاکستان د اړيکو اهميت ته په اشارې سره وويل «موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د زيات باور د تامين لپاره خپل رول ولوبوو»

نوموړي همدا راز وويل چې هيواد يې سږ کال په بيلا بيلو برخو کې افغاسنتان سره پنځه سوه ميليونه يوان مرسته کړې ده، چې دا مرسته به په راتلونکو کلونو کې يو اعشاريه پنځه مليارده يوان ته ورسيږي.

د چين ولسمشر زياته کړه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان په واک کې پنځه سوه تحصيلي بورسونه ورکړي، څو افغان ځوانان وکولای شي، د دې هيواد په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

هغه يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې يې د خپل هيواد د مرستې څخه ډاډ ورکړ.

په پای کې د ايتلافي حکومت مشر چينايي ولسمشر ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه، چې هغه ومنله، او ويې ويل چې په يو مناسب وخت کې په افغانستان ته سفر وکړي.

د دې ليدنې تر څنګ د دواړو مشرانو په شتون کې د چين او افغانستان تر منځ د همکارۍ څلور تړونونه هم لاسليک شول.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضرار امحد عثماني او د هغه چينايي سيال د سياسي پاسپورټونو د ويزې د لرې کولو او افغانستان سره د چين د بشردوستانه مرستو موافقتنامې لاسليک کړې.

د افغانستان د ملي اقتصاد سلاکار او د ماليې سرپرست وزير او د هغه چينايی سيال د دواړو هيوادونو تر منځ د اقتصادي او تخنيکي همکاريو يو تړون لاسليک کړ.

دغه راز د افغاسنتان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې رئيس او د چين د صنعت او تجارت د فدراسيون د رئيس لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې او چين د صنعت او سوداګرۍ د فدراسيون تر منځ د همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x