امريکا افغان اميتي ځواکونو ته د 80 زره نور سرتېرو د زياتېدو وړانديز کړی

gen_james_mattisد تېرو څو کلنو په ترڅ کې د افغان پوځ شمېره نژدې يو نيم لک ته رسېدلې ده خو د مرستندويه هېوادونو او افغانستان تر منځ د شويو تړونونو له مخې دغه شمېره بايد د روان زېږدي کال تر اکتوبر پورې يو لکو اويا زره ته ورسېږي .

خو په يوه نوي پرمختګ کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي مشر له ولسمشر حامد کرزي سره د وروستۍ ليدنې پر مهال له هغه څخه غوښتي چې تر 2012 کاله پورې دې ملي پوځ او پوليسو ته اتيا زره نور سرتېري ور زيات شي .

د زياتونې موخه د پوځ او پوليسو ليکو ته د خلکو جلب و جذب دی چې دا مهال کمزوری بلل کېږي او تر دې مهمه لا دا چې د ځينو راپورنو له مخې د افغان پوځ او پوليسو له ليکو څخه لا هم سرتېري د بېلا بېلو لاملونو په پايله کې تښتي.

وړانديز ددې تر څنګ چې د مسوليتونو د اخيستلو لپاره افغان لوري ته د سمبالتيا يو سيګنال بلل کېږي دا پيغام هم لري چې که افغان حکومت د جلب و جذب بهير ګړندی کړي نو نړيواله ټولنه او په تېره بيا امريکا يې مالي بسپنه ورکوي.

د ارګ له لوري يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جيمز ماتيس له ښاغلي کرزي سره د ليدنې پر مهال هغه ته ويلي چې د زياتېدونکو سرتېرو له ډلې دې اوه دېرش زره ملي پوځ او څلوېښت زره نور د پوليسو په ليکو کې په دندو وګمارل شي.

د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي مرستندويه هېوادونه د هغې بوديجې له مخې د افغان ځواکونو د زياتېدو وړانديز کړی چې مخکې له مخکې په پام کې نيول شوې وه :

(( له نړيوالې ټولنې سره زموږ توافق پړاو په پړاو تر سره کېږي ، دا مهال موږ يو لک و يو اويا زره شپږه سوه ته رسېدلي يو.

ځکه چې هر کال بايد هغه شمېرې چې د پوځ په ليکو کې زياتېږي مشخصې شي چې مرستندوی هېوادونه يې بوديجه په کلنۍ بوديجه کې ځای کړي ، هغوی نه شي کولای چې د څو کلونو لپاره په يوه وار بوديجه وټاکي نو له همدې امله هر کال يو معلوم شمېر وړاندې کوي .

د 2011 تر 2012 پورې يې اوه دېرش زره وړانديز کړی چې د پوځ ليکو ته ور زيات شي ، چې د دواړو لورو له هوکړې وروسته زموږ توافقات له يو لکو يو اويا زره شپږ سوه څخه دوه لکه او اته زره ته رسېږي .

جنرال جيمز ماتيس ويلي د خپلو نړيوالو ملګرو په مرسته هوډ لري چې د امنيتي ځواکونو ليکو ته زياتېدونکي کسان په وسلو سمبال او وروزي او په ټوله کې افغان امنيتي ځواکونه د شمېر او څرنګوالي دواړو له اړخه دې ته چمتو کړ ي چې څو کاله وروسته په يوازې سره د خپل هېواد امنيت وساتي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي ويلي د ښاغلي ماتيس پر غوښتنه له خپلو امنيتي چارواکو سره سلا مشورې کوي او وروسته به د هو يا نه ځواب ورکړي.

که څه هم امريکا وړاندې اعلان کړی و چې د روان زېږدي کال په منځ کې د خپلو ځواکونو په را ايستلو پيل کوي او ټاکل شوې دغه بهير به تر 2014 کاله پورې بشپړ شي .

د بهرنيو پوځي ډلګيو تر وتلو وروسته يوازينی بديل خپله افغان امنيتي ځواکونه دي چې د خپل هېواد امنيت پخپله خوندي کړي .

خو د امريکا مرستيال ولسمشر جوی بايډن افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال وويل که افغانان وغواړي نو دوی چمتو دي چې په 2014 کال کې له افغانستان څخه ونه وځي.

 بي بي سي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د