fbpx

په قرآن کې ارواپوهنه ـ نهمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک
ج_ مينه:
د انسان په ژوندکې مينه ډېر لوى ارزښت لري، ځکه چې همدغه مينه د دوو نفرو ترمنځ د واده، کورنۍ او ټولنې جوړېدو سبب کېږي، همدغه د مينې اړيکه ده چې انسان له انسان سره او آن له خدايه سره تړي. او له الله جل جلا له سره مينه د انسان د اخلاص سبب کېږي او په عباداتو کې يې برکات ډېرېږي.

1. له ځان سره مينه:

د انسان په ژوند کې مينه پر بېلابېلو شکلونو څرګندېږي، د هر چا د غه خوښېږي، چې ژوندى پاتې شي، د ښه ژوند امکانات پيداکړي او هرڅه چې د ده په ژوند کې خير او برکت پيداکولاى شي، دى غواړي هماغه څه پيداکړي. له بله اړخه هغه ټول شيان چې د ده پر ژوند او د شخصيت پر وده بده اغېزه کوي، دى ترې په تنګېږي او هڅه کوي، هغه ټول شيان له منځه يوسي.

الله جل جلاله په قرآن کريم کې همدغو (له ګټې سره مينه)او (له تاوانه کرکه) ته اشاره کړې:

ژباړه: او که زه پر پټو پوهېدى، نو په خپل خيرکې به مې زيادښت راوستى وو، او رنځ به مې بېخې نه ليده.(اعراف، ١٨٨آية)

له ځان سره د مينې يوه نښه داده چې انسان د ډېرو شتو په لټه کې وي او غواړي د همدې شتمنۍ پر واسطه د ژوند ټولې اسوده ګۍ او ارمانونه پوره کړي. يوه بله نښه يې داده چې د همدې شتمنۍ پر زوال سخت وېرېږي او که کله فقر پرې راشي، نو ډېر ناهيلى کېږي او داسې انګېرې چې نوره نو خوښي نه راځي.

همدارنګه د ځينو انسانانو له ځان سره د مينې بله نښه داده چې له همدې شتمنۍ سره تر دې اندازې مينه کوي، چې نفقه هم نه ورکوي:

ژباړه:بې شکه انسان حريص پيدا شوى دى، که شر ورته رسېږي، ډېرعجز کوي او که خير (مال، دولت…) ور رسېږي (بخيل شي) او (له احسانه،خيره او حقه) منع کوي.(معارج، ١٩_ ٢١ آياتونه)

له ځان سره مينه که تر ځانګړي چوکاټ ونه وځي، د منلو وړ ده، مګر بايد انسان د ټولو خير غوښتونکى وي، چې د ځان او ټولنې تر منځ يو تعادل وساتل شي.

2. د دوستي ډول:

د دې له پاره چې انسان له نورو سره همغږى وي، بايد پر محدوده ځان غوښتنې سربېره له نورو سره هم دوستي وپالي. الله جل جلا له په قرآن کريم کې دغه خلک د هغو په پرتله چې يو اځې له ځان سره مينه کوي، ښه ستايلي دي. هغه خلک چې پر ځان سربېره له نورو سره هم مينه پالي، په تکليفونوکې د ويرې احساس دومره نه کوي لکه هغه نور؛ او په نعمتونو باندې بخل نه کوي. دغه خلک لمونځونه کوي، زکات ورکوي، نادارو ته صدقه ورکوي او له  هغه څه نه  چې الله جل جلا له پرې خپه کېږي، ډډه کوي او پر دغو شيانو له نورو سره دوستي او مينه پالل کېږي. داسې چې هم خپلې او هم د ټولنې ګټې ساتل کېږي.

قرآن کريم موږ ته له نورو سره د تړون او اړيکو ساتلو امر کوي:
ژباړه:او دالله جل جلاله پر رسۍ(قرآن) منګولې ولګوئ او مه سره جلا کېږئ او دالله جل جلا له نعمت (احسان) دريادکړئ ، هغه وخت چې تاسې سره دښمنان وئ، نو ستاسې په زړونو کې يې مينه واچوله او تاسې يې په خپل نعمت (احسان) سره (اسلامي) وروڼه کړئ  او تاسې د اور د کندې په غاړه وئ ( د کفر له امله) نو ترې بچ يې کړئ (په اسلام سره)، همداسې (لکه د يووالي ګټې او د جلاوالي تاوانونه چې يې بيان کړل) الله جل جلا له تاسې ته خپل (د قدرت) دلايل  د دې لپاره بيانوي چې تاسې په سمه لاره ثبات او دوام ومومئ!(آل عمران، ١٠٣ آية)

قرآن کريم له بل مؤمن سره د دومره مينې امر کوي، لکه له خپل ورورسره، دغه خبره پخپله دا مانا لري، چې انسان بايد په ځان خوښوونه کې دومره وړاندې لاړ نه شي، چې بل ورته مانا ونه لري، بلکې بايد له بل سره هم مينه ولري او له بل سره مينه د ځان خوښونې (له ځا ن سره مينې ) د تعادل سبب کېږي. او دغه ځان خوښونه وړاندې نه پرېږدي.
ژباړه: بې شکه مؤمنان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ او له الله جل جلا له نه  وډارېږئ، ښايي رحمت درباندې وشي.( حجرات ١٠ آية)

3. جنسي مينه:

دغه مينه له جنس سر ه ډېره ژوره اړيکه ځکه لري، چې د ښځې او مېړه ترمنځ د همغږۍ سبب کېږي. ځکه خو د کورني ژوند د دوام له پاره دغه مينه اړينه ده:

ژباړه:او د الله جل جلا له له نښو نه داده چې تاسې ته يې ستاسې له جنسه جوړه پيداکړه، چې ورسره ارام شئ او ستاسې په منځ کې يې مهرباني پيدا کړه، بې شکه په دې کې مفکرو خلکو ته نښانې شته.(روم ، ٢١آية)

د يوسف په سورت کې د مصر د عزيز د مېرمنې جنسي مينې ته داسې اشاره شوې:
ژباړه: او د ښار ښځو د عزيز پر مېرمن ملامتۍ وويلې، چې خپل غلام ته د (خپل مراد دپوره کېدو) نيت لري او د يوسف مينه يې د زړته پردې ورتېره ده او موږ هغه پوره په لار ورکۍ (ضلالت) کې ګورو.(يوسف، ٣٠ آية)

اسلام  په انسان کې پر جنسي انګېزې معترف دى او دغه انګېزه تايئدوي، ځکه چې دا د انسان په وجود کې يوه انفعالي ځانګړنه ده. مګر اسلام د دغې ځانګړنې د څارنې او ساتنې امر کړى دى او غوښتي يې دي چې يو مؤمن بايد دغه ځانګړنه له سمې لارې پوره کړي، چې هغه په شرعي اصولو برابر واده دى.

پاتې شته…

تېره برخه دلته لوستی شئ:
http://www.nunn.asia/27102/%d9%be%d9%87-%d9%82%d8%b1%d8%a2%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%d9%80-%d8%a7%d8%aa%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د