
خیبر ایجنسي: ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په قبایلي سیمه خیبرایجنسۍ کې د مخالفینو سره په نښته کې ۸ پوځيان او ۲۱ مخالفین وژل شوي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) بېګا شپه د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې پرون د پوځ د مخالفینو سره په یوې سختې نښته کې د خیبر ایجنسۍ په سپین قمر نومې سیمه کې ۸ پوځيان ووژل شول.
پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې د (خیبر ون) تر نوم لاندې پوځي عملیات پیل کړي.
پوځ همدا راز د روژې څخه دوه اونۍ وړاندې په ناڅاپي توګه په شمالي وزیرستان کې د (ضرب عضب) تر نوم لاندې پوځي عملیات پیل کړل. ددغو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱ میلیون وزیرستاني پښتانه د سیمې څخه وتلو ته اړ شول. یو شمېر وزیرستاني افغانستان ته او نور يې د پاکستان بنو ته مهاجر شول.
که څه هم پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان زیاتې سیمې یې له مخالفینو پاکې کړي خو سربېره پر دې هم وزیرستاني بېرته خپلو سیمو ته نه پريښودل کیږي.
د پاکستان پوځ وايي چې د پوځ وسله وال مخالفین د شمالي وزیرستان څخه خیبر ایجنسۍ ته راغلي دي له همدې امله دوی په خیبرایجنسۍ کې د (خیبر ون) په نوم پوځي عملیات پیل کړل.