افغانستان

اشرف غني: د ګډ حکومت غړي د مهمو پالیسیو اړوند سره ورته نظر لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي د چین په څلور ور ځني سفر کې تېره ورځ د چین د ولسي جمهوریت د نړیوالو څېړنو په انستیتوت کې پخپلو خبرو کې وویل چې د دوی ګډ حکومت د مهمو پالیسیو اړوند ورته نظر لري.

اشرف غني وویل چې د ملي وحدت حکومت د ملي مسايلو په اړه هم ورته نظر لري، چې د داسې مسایلو په سر کې سوله راځي.

نوموړي وویل چې د سولې راوستو لپاره ملي اتحاد ته اړتیا وه.

نوموړي په داسې وخت کې د ګډحکومت د نظرونو د ورته والي اړوند خپلې څرګندونې وکړي، چې د څارونکو په قول د پردې شاته لاهم د دواړو مشرانو ترمنځ ژور نظري اختلاف دی.

ویل کېږي چې د کابیني د اعلان د ځنډ تر ټولو ستر علت هم دا دی چې دواړه مشران پرې جوړجاړي ته نه رسېږي.

پر دې سربېره د دواړو مشرانو د پلویانو ترمنځ هم لا د ټاکنیزو منډو ترړو په څېر د وړاندې تګ او زور وهنې سیالي ګرمه ده. چې کله کله خو يې لانجې تر وهلو ډبولو رسېږي.

څه موده وړاندې هم د دواړو مشرانو د ساتونکو ترمنځ د اخ وډب خبر ورکړل شو.

د اشرف غني احمدزي یو تن ساتونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د عبدالله عبدالله ساتونکو دوی ته په پېغور وویل چې که څه هم د اشرف غني تر میلیون ډېرې رايې زیاتې وي خو بیا مو هم د واک نیم وېش ته مجبور کړ.

د سرچینې په قول د ارګ له دروازې سره لفظي شخړه پیل شوه، خو وروسته دوی د عبدالله کورته پسې ورغلل او په کوڅه کې يې لفظي شخړه په په وهلو ډبولو واوښته.

اشرف غني احمدزي په چين کې د افغانانو لپاره د سولې په ارزښت هم خبرې وکړي او ويې ویل چې د سولې د راوستو لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده.

نوموړي په داسې حال کې د سولې د راتګ اړوند څرګندونې کول چې پوره میاشت وړاندې يې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک له امله د شنونکو په قول د جګړې اور ته لا لمن ووهله.

افغان خبریال او شنونکی حسن ولسمل وايي چې امریکا په اشرف غني باندې نوموړی تړون په پټو سترګو لاسلیک کړ.

نوموړي له ژمن ویب پاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دا تړون موږ ته هیڅ ګټه نه لري: «له امريکا سره لاسليک شوی تړون موږ ته هېڅ ګټه نه لري، د دې له لاسليکه پخوا هم د پاکستان راکټونو موږ وژلو او اوس مو هم وژني، امريکايانو هېڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی».

په ورته وخت کې له ګډ حکومت سره د خلکو په فاصله کې هم پراخوالی راغلی او ویل کېږي چې عام  وګړي له نوي حکومته لا ناهیلي کېږي.

ویل کېږي د خلکو د نهیلي کېدلو لوی سبب دا هم دی چې ګډ حکومت تر اوسه پورې د وزیرانو کابینه نه ده اعلان کړې او د کابینې تر اعلانه پورې په دولتي ادارو کې هر ډول تقرري امکان نه لري، چې د ځوانانو د بې کارۍ موده لاپسې اوږدېږي. تر دې مخکې کابل کې امریکايي دیپلومات هم ویلي و چې نوی ګډ حکومت ته تر ټولو ستونزمن پړاو د کابینې جوړول دي. دغه امریکايي دیپلومات تر کابینې جوړلو مرحله «شهر العصل» ګڼلې وه.

یاده دې وي اشرف غني احمدزی چين ته پخپل څلور  ورځني سفر سره په افغانستان کې د نوموړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د څلور ورځو لپاره سرپرست په توګه پرې اېښی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x