په افغانستان کې د ناټو پنځه عسکر ووژل شول

killed_in_Helmand03122010د ناټو ځواکونه وايي چې نن چهارشنبې يې د افغانستان په ختيځ کې څلور  عسکر د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول. په دې باب نور معلومات نه دي ورکړل شوي، چې وژل شوي عسکر د کوم هېواد دي او پېښه دقيقاً په کوم ځاى کې شوې ده.
دغه راز ناټو وايي چې پنځم عسکر يې د افغانستان په جنوب کې وژل شوى دى.په دې باب هم پوره جزئيات نه دي ورکړل شوي.په روان ميلادي کال کې نن چهارشنبې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو پوځيانو ته ډېره خونړۍ بلل شوې ده.

په روان ميلادي کال کي چې نن يې  ١٢مه ده، په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمېر ١۶ ته پورته شو. تېر ميلادي کال په افغانستان کې تر ٧٠٠ زيات بهرنيان په افغانستان کې وژل شوي وو. وړم ميلادي کال د وژل شويو عسکرو شمېر ٥٠٠ و. اکثره تلفات امريکايي پوځيانو ته اوښتي دي.
دا عسکر په داسې حال کې وژل کېږي چې همدا نن چهارشنبې وسلوالو د ملي امنيت رياست پر کارکوونکو بريد وکړ او په بريد کې يې ٤ کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان شول.

تاند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د