نړۍ

سويلي وزيرستان کې بې پيلوټه بريد ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): ډيورينډ کرښې ته څېرمه سويلي وزيرستان کې د امريکايي الوتکې بې پيلوټه بريد لږ تر لږه څلور کسان وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې امريکايي څارګرې الوتکې د سويلي وزيرستان برمل سيمې اعظم ورسک کې پر يو کور څلور توغنديز بريدونه وکړل، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

لومړي راپورونه وايي، چې د پېښې ټول قربانيا ولسي وګړي دي.

له دې مخکې د روانې مياشت په پنځمه نېټه هم د سويلي وزيرستان شوال سيمه کې د امريکا څارګرې الوتکې پر يو کور راکټي بريد کې لږ تر لږه پنځه تنه وژلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او پاکستان تر منځ د بې پيلوټه بريدونو له امله يو شمېر ستونزې او اړی ګړی موجود دی.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی په خپله شمالي او جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د امريکا او پاکستان د مخالفينو پر ضد عمليات کوي، نو امريکا بايد پر پاکستانۍ خاوره دغه بريدونه ودروي.

بل پلو امريکايي چارواکي وايي، چې دوی کولای شي، د خپلو مخالفينو پر ضد هر ځای او هر وخت عمليات او بې پيلوټه بريدونه وکړي.

امريکايي چارواکي وايي، چې دوی يوازې د خپلو مخالفينو پر ضد عمليات کوي، مګر ځايي خلک وايي، چې د امريکا څارګرو الوتکو په بريدونو کې د مخالفينو پر ځای ولسي خلک ډېر وژل کيږي.

وړمه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډينيل فيلډمن سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان او امريکا اړيکې به هغه مهال ورغول شي، چې امريکا د پاکستان پر قبايلي سيمو بريدونه بند کړي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پيل شوي پوځي عمليات ناکام شوي، نو امريکا ځکه پر قبايلي سيمو يو ځل بيا بې پيلوټه بريدونه پيل کړل.

يو شمېر پاکستاني سياسيتوال او د مدني ټولنو غړي وايي، چې امريکا پر قبايلي سيمو دغه بې پيلوټه بريدونه د پاکستاني چارواکو په خوښه کوي او چارواکي بيا د ولس پر وړاندې هسې په خوله د دغو بريدونو مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x