په غزني کې د دریمې امنیتي حوزې مشر زخمي شو

ghazni_blast(نن ټکی اسیا) له غزنی ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلی چې نن ورځ دماین په یوه چاودنه کې دغزنې دپولیسو د دریمې امنیتی حوزې مشر سید انور   دیوه پولیس په شمول ټپیان شول.

خبر زیاتوي چاودنه هغه مهال ترسره شوه کله چې د (صلح څلور لارې ) ته څیرمه سیمه کې ددریمې حوزې دمشر موټر تیریده چې د سړ ک له غاړې ځای پر ځای شوی ماین پرې وچاودېد .

طالبانو دپیښې پړه پر غاړه اخیستې ، دطالبانو ویاند وایی چې په پیښه کې اووه تنه عسکر مړه او ژوبل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د