نظــر

د اشرف غني له راتګ سره،سیکولر أفکار څنګه او ولي متحرک شول ؟

لیکوال : موسی فرهاد 

په کابل کې د نوي واکمن أشرف غني بک ګراؤنډ (شالید) ته په کتو سره ، ممکن سړی پر دې قانع و اوسي چې لادینیت او فاشیست لیبرلیزم ته په څرګنده د سیکولر داعیانو خال ، خال تمریني حرکات له توقع خلاف کار نه دی . دا ځکه چې اشرف غني د هویت په لحاظ څومره چې امریکایی دی ؛ هومره أفغان نه دی ، د دین له پلوه څومره چې له کریسټینیټي (عیسویت) او یا یهودیت سره مینه لري ؛ هومره له اسلام سره محبت نلري . د ایډیالوژي له نظره څومره چې فاشیست لیبرالیزم ته باوري دی ، هومره د هیڅ ډول یوې دیني عقیدي د حدودو پابند نه دی. له ثقافتي اړخه څومره چې د لویدیځ د منحط او بی بندوباره کلچر پلوی دی ؛ هومره افغان او پښتني ارزښتونو ته معتقد نه دی . په همدې آساس سړی ویلای شي چې د اشرف په واکمن کیدو سره ډاګیز کفریات ، او د دیني ارزښتونو توهینول د بې دینو او سیکولر کړیو هڅي لکه څنګه چې راڅرګندي شوي ؛ کیدای شي نوري هم وغوړیږي . او نوی لیبرال واکمن به د هغوی لپاره د سر سیوری وي . که چیري مسلمان افغان ملت لا سر له اوس نه دغه بې دینه واکمنان او د هغه په سایه کې غوړیدونکي دهري کړۍ مهار نه کړي نو ډېره شوني ده چې نور هم د څرګندو کفریاتو شاهدان و اوسو .

د اشرف غني عقیده د عیسوۍ میرمني له نظره

اشرف غني چې په اصل کې د غرب ترزیق سوی او تربیت شده وګړی دی او غربي میډیا د پوچو تبلیغاتو په مټ یو افسانوي هیرو تري جوړ او پر افغانستان یې د تقلبی ایلیکشن په پایله کې مسلط کړ ؛ طبعي ده چې هرو مرو به تر اسلامي او افغاني اقدارو د غرب د سیکولر افکارو ډېر درناوی لري . نوموړی په افغاني ټولنه کې داسي شجره نلري چې د ده افغانیت تثبیت کړي . په اسلام کې داسي عمل نلري چې اسلامي دین ته اعتقاد یی ثابت کړي ، برعکس په غرب کې د هغه ریښې ښیئ چې هغه یو غیر افغانی تبع دی او له کلیسا سره روابط ، له عیسوي او یهودي کورنۍ سره یې تړاو ښیئ چې له اسلام پرته پر کوم بل دین او ګروهه باوري دی . البته د اسلام په اړه د هغه پوهه د نورو غربي مستشرقینو په څیر ده چې د ادیانو مطالعه یې د ځان لپاره یو سبجیکټ (مضمون) ګرځولی وي ، خو ورباندي ګروهمن نه وي .

له اسلام سره د اشرف غني د نه تړاو بله بیلګه دا ده چې رولا غني پخپله یوه مرکه کې چې له سی بی ایس تلویزون سره یی کړي ؛ د خپلو نورو ډېرو خبرو ترڅنګ زیاتوي : ډاکټر اشرف غني د عبادت لپاره تل له خپلي میرمني رولا یعني زما سره کلیسا ته ځي او هلته عبادت کوي. زما میړه غني نور ښه دینداره نه دی ، هغه تر اسلام عیسوي دین زیات خوښوي.دا وایی: نور څوک که هرڅه فکر کوي خو زه وایم چي اشرف غني له یوې اسلامي کورنۍ نه جلا سوی اوپه یوه عیسوي کورنۍ کي میشت سوی دی .

د فیسبوک پر پاڼه دوو تنو د اشرف غني د اسلامي تعلیماتو په اړه یو بل ته په لیکلي مکالمه کي ویل : اشرف غني یوځل کعبي شریفي ته د یوي نمایشي عمرې لپاره ولاړی ، هلته پرځای د دې چې قبلي ته مخ کړي او دوعا وکړي . ده کیمرې ته مخ او قبلې ته شاه ګرځولي او دوعا یی کوله . بله بیلګه یی ورته ښودله چې یوار اشرف غني په خپل تقریر کې خلکو ته وویل : از شما مردم شکر ادا میکنم که مرا کامیاب سازند، و از الله هم تشکر میکنم. په داسې حال کې شکر باید د الله تعالی اداء سي او تشکر له خلکو څخه وسي . په هر صورت دا دفیسبوک پاڼي خبره ده چې عامه وګړي هم د اشرف غني مبهم اسلام په ابهام کې اچولي دي .

د یهودو خوشبیني :

ویل کيږي چې اشرف غني د خپلي میرمني رولاغني په توسط چې هغه پخپله عیسوۍ او مور یې یهودۍ ده ؛ له یهودو سره ښه دیرینه او دوستانه تعلقات لري . اسرائیلي او نور یهودان ډېر خوشبین دي چې د اشرف غني په بریالیتوب سره به دوی په یو اسلامي هیواد کې هم سفارتي اړیکي ولري . د یهودو ملاتړ او خوشبیني د بیلګي په ډول یادوو چې : د انتخاباتو پر مهال ځینو با أثره یهودانو لکه (مایکل هیرش) چې د امریکا د سنډیګیو ایالت د یهودي فدراسیون مخکښ غړی او د (Politico) په نوم مجلي مدیر دی ؛ په خپله یوه مقاله کې د اشرف غني ډېره ستاینه کړي هغه یې د افغانستان لپاره زیات موزون شخص بللی ، خو په دلیل کې یی راوړي چې لویدیځ ته تر اشرف غني بل مناسب سړی نشته . دی لیکي ، اشرف غني هغه سړی دی چې وایی که واک ته ورسیږی ؛ په کابل کي به د فلسطین او اسرائیلو دواړو لپاره سفارتونه ولري . نوموړی زیاتوي ، امریکا باید په هر ډول چې وي اشرف غنی د انتخاباتو ګټندوی کړي . دا خبره د ده د عیسوۍ میرمني رولاغني له قوله هم په اجتماعي شبکو کې خپره شوه چې اشرف غني ، فلسطیني او اسرائیلي دولت دواړو ته یو شان احترام لري . همدارنګه یو بل یهودي (ګارفیلډ) چې د انګلستان د استخباراتو مخکنی غړی او اوس د (ګلیوم اسوسیټس) په نوم د نظرپوښتني یوې ادارې رئیس دی ؛ د اشرف غني لپاره یې په غرب کې د همدې نظرپوښتونکي ادارې په مټ ګرم فعالیت په کار اچولی وو د ټولټاکنو په موده کې ېې څلور ځله نظرپوښتنه کې اشرفغني ګټندوی اعلان کړ .

د اسلامي عقیدې ضد حرکت

د اشرف غني د واکمنۍ په اوائلو کې څو داسي پیښي رامنځ ته سوي چې په هغه کې د اسلام د دین سپکاوی وسو مګر اشرف غني او د ده ادارې یې په وړاندي هیڅ غبرګون ونه ښود. لکه د الله تعالی په شان کې د کابل چاپ یوې انګریزي ورځپاڼي ګستاخي ، دا راز د کابل د یوه چارواکي حنیف اتمر لخوا دیني مدارس د ترهګرۍ مراکز بلل او د هغوی د تړلو غوښتنه کول ، او بیا ورپسي د فیسبوکي مجید قراری خبري چې د فیسبوک نظام یې د الله تعالی تر نظام ښه ګڼلی . ده ویلی چې د فیسبوک سیستم ډېر عادلانه دی ځکه چې نر او ښځه دواړو ته پکښي یو شان پوره آزادي شته ، داسې نه دی لکه د اسلام دین چې ښځي ته نیم او نارینه ته پوره میراثي حق ورکوي . (اعاذناالله) همدارنګه د لویدیځي میډیا له لوري د اشرف غني د نامسلماني عیسوۍ ښځي رول ته کوریج ورکول او وخت پر وخت هغه داسی معرفي کول چې ګویا یوازنۍ ښځه ده چې د افغانستان میرمني به له ستونزو خلاصوي او افغان ټولنه به له نړۍ سره نښلوي .
دا ټول هغه څه دي چې له نوي حکومت سره د سیکولر او لا دینه افکارو د متحرک کیدلو انتباه تري کیږي . ترڅو وکولای سي د یرغلګرو په ملاتړ په افغانستان غوندي مسلمانه خاوره کې د دیني ارزښتونو توهین علني کړي . او په دې توګه د اوسنۍ هسپانیې او پخواني اندلس په څیر د اسلام دین او د مسلمانانو عقاید په کلي توګه له منځه یوسي . د دې کار لپاره یرغلګر اړتیا لري چې لومړی دخپلي مفکورې باوري شخص رامنځ ته کړي او بیا ورو ورو د اسلام د شعایرو پر ضد تجربوي حرکات پیل کړي .

له تېر رژیم سره د اوسني توپیر

په تېر رژیم کې بیا هم دومره وو چې کله به د دین پرخلاف کوم ناوړه حرکت ترسره سو ، لږ تر لږه به یې چارواکو او یا پارلیماني وکیلانو څه نا څه غندنه کوله ، لکه د عبدالرحمن په نوم د مرتد شخص د اعدام نمایشي حکم ، په کابل کي د آفتاب په نامه ورځپاڼې د څو ورځو لپاره د بندولو فرمان او څو داسی نور … واقعات ، ولي اوس خو له اشرف غني تر قضا ، پارلمان او نورو حکومتي چارواکو پوري هیڅ چا هم دا یو بد عمل ونه باله . حتی په ورځپاڼه کې د کفریاتو تر خپریدلو وروسته سمدستي ، حکومتي چارواکي حنیف اتمر د دیني مراکزو د بندولو غوښتنه وکړه . او هغه یې دد ترهګرۍ مراکز وبلل .

دا قراریان او اهواریان غوندي مرتد اشخاص خو به طبعاً د شهرت موندلو ، یا بهر ته د تیښتي لاره پیدا کولو او هلته د پناه اخیستلو او یا اقلاً د څو ډالرو پیدا کولو لپاره به د ایمان او دین پلورني داسي ناوړه مزدوري کوي ، مګر داچې د چا تر سیوري لاندي یئ کوي هغه خو اشرف غني او د هغه سیکولر بانډ دی چي پر څرګند ارتداد او الحاد باندي هیڅ ډول ردعمل نه ښیي او نه ورباندي اعتراض لري .

له بل پلوه نړیوال کفار هم په محتاطانه ډول د دې کار لپاره ، یعني د اسلام په وړاندي د داسي یوه فکري جنګ د پرمخ بیولو لپاره ګامونه اوچتوي ؛ د برطانيې د پخواني لومړی وزیر تونی بلییر په خبرو کې یې څرک لګیږي : څو ورځي وړاندي د برطانيې پخوانی لومړي وزیر توني بلییر د یوه لیکچر په خپرولو سره د خپل روزنیز کمپاین اهداف روښانه کړل چې ویل یي : موږ به خپله جګړه یوازي هغه وخت ګټو چې د ده په خبره ، افراطیت ته فکرا ماتي ورکړو. دی وایی موږ په ډېرو اسلامي هیوادونو لکه پاکستان ، افغانستان او داسې نورو … کې تعلیمي پروژې لرو ، په دې توګه مو تر اوسه تر سلو زرو زیاتو ځوانانو ته لاس رسی شوی دی ، ولي بیا هم دا ډېر ناکافي دی . موږ هغه ځوانان د بیلابیلو پروګرامونو له لاري اوس په دې پوهولي دي چې ادیان نور باید د توپیر او امتیاز معیار نه وي . بلکي د انسانیت پر اډانه سره ژوند ولرو . مګر په اسلامي مدارسو کې ځوانانو ته هغه څه ورزده کول کیږي چې هغوی افراطیت او سخت دریځۍ ته سوق کوي . د نوموړي د یوه اوږده لیکچر خلاصه تقریباً همدا را وزي ، که څه هم دی په پای کې د یو ټکي وضاحت کوي چې وایی زموږ مقصد نه دی چې اسلامي دیني مدرسي دې په کلي ډول بندی شي بلکي هغوی چې د ځوانانو ذهنیت ته څه ورکوي ، موږ باید وتوانیږو چې د دې پرځای بل څه ورکړو .

پـایلـه

پورتنيو ټولو اسنادو او دلائلو ته په کتو سره فکر کیږي چې د لویدیځپال سیکولر بانډ او د جنګي ټلوالي د ټوپکمارو اوسنی متزلزل سیټ آپ د لادینه او فاشیستو لیبرالو کړيو لپاره یو ښه سر سیوری دی ، او دغه بی دینه حلقې چې په خورا عمیق او منظم شکل د یرغلګرو د فکري ایجنډا د تعمیل لپاره ګمارل شوي ؛ د اشرف غني په مشرۍ تقلبی واکمن نظام د ځان لپاره یو ښه فرصت او ښه مساعد وخت ګڼي . همدا لامل دی چې د غرب مقلدي میډیا د شعوري تغافل او عارفانه تجاهل په مټ څو بې دینه وګړو د اسلامي شعایرو په توهینولو سره خپلي ناپاکې څیرې بربنډي کړي. او واکمنو یې د غندلو او رټلو زحمت ونکړ . نو څرګنده شوه چې پردي او کورني الحادي افکار د خپل فکري خباثت د پرمخ بیولو او د اسلام د ورکولو لپاره اوس زمینه مساعده ګڼي . او هیڅکله به ونه توانیږي . اِن شاءالله .
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوید

ډیر بی عقله او احمق لیکوال یی ستا د خدای خانه خرابه کړی ته معلومات نلری او لیکوالی کوی او پښتانه نور هم لاپسی ځپی بس ده نوره د ای اس ای بچیه نور می مه په غوصه کوه په همدی لیکلو ای اس ای درته څو رپی درکړی دی ستا دا ټوله لیکنه بی ثبوته او بی اساسه ده زه نه د کوم حزب غړی او نه هم په اینده کی غواړم چی شم او نه دا ټول چی ستا په اند سیکولر یا بی دینه ده ورسره نه پیژنمه . نړی چیرته ورسیده او ته څه وایی حنیف… نور لوستل »

غوربندي

نوید صیب تاسو ته سلام او احترام تاسو متاسفانه د پورته لیکنې لیکوال ته له دلیل پرته احمق خانه خراب او داسی نور د ټیټې خولې الفاظ کارولي دي. ایا د اشرف غني تر اشراف لاندې ایکسپرس کفرپاڼې کفریات ونه لیکل؟ تاسو به له خلکو دا تمه لری چی له اشرف غني سره مینه وکړی په داسې حال کې چې د زرګونو پښتنو قاتل یې خپل لومړی معاون ټاکلی ده او تاسو بیا د داسی احمق پلاستیکي ولسمشر غندنه او رټنه د پښتنو ځپل نوموی ؟؟ ساده صیب زه به تاته د سیاست تر ټولو ساده لاره دروښایم که یی… نور لوستل »

شاهد

غوربندی صاحب ، ډيره مننه ، ښکلی توضیحات او په مسایلو دی رڼاوی اچولی الله ج دی اجرونه درکړی ، مګر نوید هماغه د اثمر ، حروار او قرار بل نوم او یا د هغو په شان عقیده او بنیه لری ، کله د ابی او کله د للمی په نومونو د حقایقو د بدلو هڅی لری ، دا چه نړیوال کفری استعمار په نظامی لجاظ د شرمیدلوو ماتو سره مخ دی د ع او غ د همجنسانو به رامنځته کولو یی د فکری جګړی تیاری نیولی ، په ځانګړی ډول غنی چه عیسوی او یهودی ښځه یی ریسه ده… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x