شعـــــرونه

غزل – رحمت الله حکیمي

شاعر: رحمت الله حکیمي

دحسن تاثیرات دې پر اینه پراته دي ښکلــــیــه !

په شا باندې یې وګوره چې څه پراته دي ښکلیه !

دخــاوروســره ملـــی وي همیــش دژونــــد پــــــړواو

چې نن دې تورزني باڼه وېده پراته دي ښکــلــیه !

اسمانه غیږ ه راکــړه چې ښکلامو شي دوه چنــده

سینه باندې دې ستو ري ډیر رڼه پراته دي ښکلیه !

په غره کې مو دچیغې سر ه چیغه بیـا راګرځــیـــږي

داځکه چې همیش کاڼي کاڼه پر اته دي ښکلـــیه !

عالمه ! برندې سترګې دنګ سړی راته پیداکړئ

اوږوباندې یې تورګیډي وېښته پراته دي ښکلیه !
رحمت الله حکیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x