افغانستان

ګارډين: د افغانستان په ولسوالیو او کلیو کې طالبان پراخ حضور لري

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): ګارډين پخپله تازه ګڼه کې وايي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې بریالي شوي نه دي او تر څو چې دا جګړه بریالۍ نه شي، نو نیوکه پرې اسانه کېدای شي.

د ورځپاڼې په قول د افغانستان په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو پراخ حضور دی چې د نړیوالو ځواکونو د ناکامۍ نښه ګڼل کېږي.

د یادې لویدیځې ورځپاڼې د مضمون له مخې د طالبانو په مقابل کې د افغان عسکر بې پلانه او په ستونزو کې ډوب دی.

ورځپاڼه وايي چې افغان عسکر د سیاسي پلان په جوړلو او تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د هېواد په بېلابېلو برخو خصوصاً شمالي ولایتونو کې د طالبانو واک مخ په ډېرېدو ګڼلی و او ویلي يې و چې عام وګړي هم له طالبانو خوښ بريښي او خورا تود هر کلی يې کوي.

د نيويارک ټايمز ځايي خبريال وايي، چې طالبان له ولسي خلکو او بزګرانو سره ښې اړيکې لري او د خپل کنټرول لاندې سيمو کې يې د نجونو او هلکانو ښوونځۍ خلاصې دي او دغو سيمو کې یې خپلې محکمې د خلکو پر وړاندې خلاصې کړي او د خلکو دعوې او حقوقي مسايل ورحلوي. حتا دولتي چارواکي هم دا مني، چې د طالبانو محاکم ډېر فعال او د خلکو له هيلو سره سم په عدل او انصاف له هر ډول مصرف او رشوت پرته پرېکړې کوي.

د شنونکو په باور د طالبانو د پرمختګ او پرلپسې بریدونو یو راز دا هم ګڼل کېږي چې د نوي حکومت او ولس ترمنځ فاصله مخ پر زیاتېدوه ده او خلک د هوسا ژوند  لپاره د طالبانو ملا تړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x