fbpx

طالبان وايي دکابل په فدایي برید کې یې ۱۷ استخباراتي کسان وژلی

Capture.PNGfidai_brid(نن ټکی اسیا) له کابل نه په ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی دکابل په دارالامان سیمه کې دملی امنیت پر موټر فدایی برید ترسره شوي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې .

دطالبانو ویاند دپیښې پړه په غاړه اخیستی او رسینیو ته یې په لیږل شوی ټلیفوني پیغام کې دپیښې دجزیاتو په اړه داسی ویلي، نن سهار نهه بجې دکابل ښار د دارالامان سیمه دهمزنګ سړک پر سړک داستخباراتو دمامورینو پر موټر فدایي برید ترسره شو ،دلومړنیو ترلاسه شویو معلوماتو لمخې په برید کې څوارلس کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دی

برید هغه مهال ترسره شو کله چې په یاده سیمه کې داستخباراتو بس موټر چې تقریبا ۴۵ تنه پکې سپاره وو،له سیمې تیریده چې فدایی مجاهد (احمددپکتیا اوسیدونکي) خپل له بارودو بار موټر سایکل ورسره ټکر کړل چې دانفجار په نتیجه کې موټر تخریب او پورته مرګه ژوبله یې واړوله.

ذبیح الله مجاهدزیاتوي چې په موټر سایکل کې ۳۰ کیلوګرامه قوي انفجاری مواد ځاي پرځای شوي وو.

له بلې خوا دکورنیو چارو وزارت امنیتی کسانو دپیښې پخلی کړی خو دتلفاتو شمیره یې درې کسان مړه او اته نور یې ټپیان ښودلي.

احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د