ټکنالوژي

اپل: هیڅکله به ارزان بیه ایفون جوړ نه کړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): که څوک د اپل کمپنۍ کوم ارزان بیه ایفون په انتظار وي نو دا د هغوي لپاره یو ډیر بد خبر دی. اپل کمپنۍ د تولیداتو بازار موندنې مسول جورج جوسواک (Greg Joswiak) ویلې چې د اپل کمپنۍ ارزان بیه سمارټ فون جوړولو هیڅ اراده نه لري.

اپل کمپنۍ تولیدات لکه ایپډ اییر ۲ (iPad Air 2) او ایفون ۶ (iPhone 6) ډیر لوړ قیمت لري حتی د اپل کمپنۍ ارزان بیه سمارټ فون ایفون ۵ سي (iPhone 5C) هم دومره لوړ قیمت لري چې یوه عادي عاید لرونکي کس لپاره يې اخیستل مشکله دي.

په دې وروستیو کې ځینو نورو کمپنیو داسې خبرونه خپاره کړي وو چې اپل کمپنۍ به د خپلو تولیداتو بیه به د انډرایډ (Android) موبایلونو سره سخت رقابت په اساس ټیټه کړي؛ خو داسې ښکاري چې دغه کمپنۍ داسې کومه اراده نه لري.

د کوډ موبایل کنفرانس کې جورج جوسواک وویل: «مونږ خپلو ځینې اشتباهاتو په اړه خبرې کوو چې د اپل کمپنۍ په ۱۹۹۰ کلونو کې کړې وه. مونږ دغو کلونو کې ځکه له مشکل سره مخ شو چې مونږ وغوښتل خپل د تولیداتو بیه ټیټه کړو خو دا ځل به مونږ دغه اشتباه بیا تکرار نه کړو او د دغې بدې تجربې پر ځای به یوه نوی طریقه تجربه کړو.»

جوسواک زیاته کړه: «زمونږ هدف خلکو ته غوره تولیدات وړاندې کول دي او مونږ په دې نظر یو چې غوره کیفیت به خپله ځانته بازار پیدا کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x