
سویډن د اروپايي اتحاد د لومړني غړي په توګه فلسطین په رسمیت وپيژندلو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د سویډن هېواد نن /پنجشنبه، اکتوبر ۳۰مه/ فلسطین په رسمیت وپيژندلو.
سویډن په دې سره لومړنی اروپايي هېواد دی چې په اروپايي اتحاد کې غړیتوب لري او فلسطین په رسمیت پيژني.
خو بالمقابل بیا د اروپايي اتحاد زیاتو هېوادونو اسراییل په رسمیت پيژندلی او دیپلوماتیکي اړیکي ورسره لري.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر مارگوت وال سټروم د فلسطین په رسمیت پيژندلو په اعلان کې وویل چې دوی د فلسطین په رسمیت پيژندلو لپاره یو مهم ګام اوچت کړی.
سويډن لومړي وزیر د روان کال د اکتوبر په پیل کې ویلي و چې حکومت یې غواړي فلسطین په رسمیت وپيژني، خو اسراییلو د سويډن د لومړي وزیر ددغو څرګندو پر ضد سخت غبرګون ښوولی و.
اسراییل چې په سیمه کې ترهګر پيژندل کیږي او د سیمې زیاتو هېوادونو د نا امنیو مسوولین هم ګڼل کیږي په خپل غبرګون کې ویلي و چې فلسطین په رسمیت پيژندل د سیمې امنیت لپاره خطرناک دي. همدا راز د امریکا متحده ایالتونو هم د فلسطین په رسمیت پيژندلو باندې نیوکه کړې وه.
په عین حال کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سویډن دغه اقدام ستایلی او ویلي دي چې نور هېوادونو دې هم د سویډن پر لاره ولاړ شي.
فلسطیني چارواکي وايي چې تر دې مهاله د نړۍ ۱۳۴ هېوادونو فلسطین په رسمیت پيژندلی چې ۷ يې د اروپايي اتحاد غړي دي، دغو غړو هېوادونو (چک جمهوریت، پولنډ، بلغاریا، رومانیا، مالټا، قبرص او هنګري) په اروپايي اتحاد کې تر شاملېدو وړاندې فلسطین په رسمیت پيژندلی و.