افغانستان

«د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین دې محاکمه شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد له څلودېرشو ولایتونو نه شاوخوا څلوېښتو نوماندانو په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون مسوولین باید محاکمه شي.

د ولایتي شوراګانو لپاره دې نوماندانو دغه دواړه کمیسیونونه په درغلي تورن کړل او ويې ویل چې له دوی سره شواهد او اسناد شته چې دواړه کمیسیونونه په درغلي کې ښکېل دي.

د دې غونډې د ګډونوالو په استازیتوب د کابل ولایتي شورا ته نوماند او د مشرانو جرګې غړی رفیع الله ګل افغان رسنیو ته په خبرو کې وویل چې دوی د اسنادو له مخې د دې کمیسیونونو  د مسوولینو د محاکمې غوښتونکي دي.

نوموړي ګواښ وکړ چې که چېرې یاد مسوولین د محاکمې مېز ته راکش نه شي، نو دوی به په ټول هېواد کې پراخ لاریونونه ترسره کړي چې د زیان په صورت کې به يې مسوول قضايي ارګانونه وي.

د نوماندانو د دې غونډې په پای کې یو پریکړه لیک ولوستل شو چې پکې ویل شوي و، چې د ولایتي شوراګانو پایلې دې د کمیسیونونو د مسوولینو تر محاکمې وځنډول شي.

د دې غونډې په پرېکړه دا هم راغلي چې که چېرته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون  او ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون مسوولین نه محاکمه کېږي، نو د ولایتي شوراګانو ټاکنې دې لغوه اعلان شي او له پارلماني ټاکنو سره دې یوځای بیا ترسره شي.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو اړوند عام وګړي هم خوښ نه بريښي او په خواله رسنیو کې يې د دې ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې بللې دي.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي پړاو له ټاکنو سره یوځای  نږدې اووه میاشتې وړاندې ترسره شوي چې له د روان کال د لړم په درېیمه يې وروستۍ پایلې اعلان شوې.

په دې ټاکنو کې د هېواد په سطحه ۲۶۰۰ تنه ګډون کړی و، چې ۴۵۸ تنه يې بریالي اعلان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x