په کابل کې فدایي برید څلور کسان ووژل

suicide_attacker_in_Kabul

د کابل امنيتي چارواکي وايي د ښار په سوېل لوېديزه څنډه شپږه ناحيه کې فدایی  بريد شوی دی.
په کابل کې امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل په برید کې لږرترلږه څلور کسان وژل شوي، چې دوه پکې ولسي وګړي دي او تر لسو ډېر نور ژوبل ديږ
دوی وايي چې په ټپیانو کې څلور کسان د ملي امنيت کارکوونکي دي.


عيني شاهدانو ویلي برید داسې مهال وشو، چې د ملي امنیت یو ګاډی چې د دغه ریاست ماموریت یې

لېږدول، له سیمې د تېرېدا په حال کې و.خو ښاغلي بشري بیا دا خبره نه ده تایید کړې.
برید ته څېرمه د ګڼو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.
عیني شاهدان وايي په برید کې دوه شخصي او یو بل میني بس له منځه تللي دي.
د کابل پولیس وايي په میني بس کې د ملي امنیتي کارکوونکي سپاره ول.
په کابل کې امنيتي سرچینو بي بي سي ته ویلي په وژل شوو او ټپیانو کې د ملي امنیت مامورین هم شته.
پر دغه لاره (د کابل شپږمې امنيتي حوزې اړوند سیمه) ځينې وزارتونه او بهرنۍ کمپنۍ هم موقعیت لري.
سیمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده.
تېره میاشت هم د کابل په یوه ورته ځانمرګي برید کې پنځه افغان سرتېري ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د