«د ولسي جرګې مشر دې دنده خوشي کړي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په پراخ اداري فساد کې ښکېل دی، چې باید دنده خوشي کړي.

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل چې عبدالروف ابراهیمي د دولت له پیسو نه څلوېښت زره ډالره لګولي دي او پر همدې پیسیو يې خپل نږدې کسان بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسن ناصري وویل چې که چېرته د ولسي جرګې مشر په خوښه استعفا ورنه کړي نو د خلکو استازي به يې په زور له واکه لري کړي.

ویل کېږي چې د ولسي جرګې له رييس د دې جرګې غړي هم په اداري فساد کې شريک دي،چې د ولسي جرګې د مشر په وړاندې يې د ځینو نورو غړو غبرګونونه وغندل.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم ویلي و چې په ولسي جرګه کې هم ځینې غړي په اداري فساد تورن دي چې باید حساب ورسره وشي.

یاده دې وي د ولسي جرګې غړي په ګڼو ملي مسایلو کې د پیسو په اخیستلو ملامت ګڼل شوي دي چې د پیسو په مقابل کې ځینو نا اهلو کسانو ته هم د لوړو منصبونو له ورکړې سره د هو سر خوځوي.

تر اوسه د ولسي جرګې د رییس غبرګون له رسنیو سره نه دی شریک شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د