دافغانستان دبیارغونې په چارو کې امریکایي سرمفتش استعفا ورکړه

arnold-fields1 په کابل کې دامریکا دسفارت نه په ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی چی دافغانستان دبیار غونې په چاروکې دامریکا خاص مفتش ارنولډ له خپلې دندې استعفا ورکړه .

دسفارت چارواکو ویلی دنوموړی استعفا لیک ولسمشر اوباما ته رسیدلی .

دنوموړي داستعفا ورکولو دلایل تراوسه پوری نه دي روښانه شوي .

 

ارنولډ فلډز په ۲۰۰۸ کال کې دامریکا دځانګړی مفتش په توګه د ۱۲۰ تنو متخصصینو سره یوځای په کار پیل وکړ.

نوموړي په تیره اوونۍ کې خپل دوه جګپوړي مامورین وروسته له هغه له کاره ګوښه کړل چې دګانګرس دغوڼډې له لوري دده پر اداره انتقادونه زیات شول.

احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د