د نن سرلیکنه

په بهر کې د ولسمشر څرګندونې د هیواد له داخلي واقعیتونو سره څومره اړخ لګوي؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د ولسمشر اشرف غني د حکومت له جوړیدو راهیسي پوره یوه میاشت کیږي ،خو لا هم په هیواد کې امنیتي ستونزي،د ملي شتمنیو چور و تالان ، د غلا، اختطاف اولاري وهلو حادثات،د مذهبي معتقداتو سپکاوی،د بهرنیو ځواکونو په بمباریوکې د ولسي خلګو وژنه،په دولتي محبسونوکې دناسم وضعیت له کبله د بندیانو اعتصابونه او… هرڅه د پخوا په پرتله په لوړه پیمانه جریان لري.

نوموړي د حکومت لومړۍ میاشت ټوله په تشریفاتي ملاقاتونو او د دحکومت د غړیو ترمنځ د واک ویشلو په غونډو تیره کړه،سعودي عربستان او چین ته د خپل لومړني سفر پرمهال یې داسې څرګندونې وکړي چې له عملي لحاظه هغه څرګندونې د هیواد له داخلي بحراني وضعیت او موجودو واقعیتونوسره هیڅ اړخ نه لګوي.

د پلازمینې کابل تر ناامنه کیدو وروسته د هیواد په شمال کې د وسله والو طالبانو د پوځي عملیاتو شدت هغه سترې ننګونې دي چې د ولسمشر اشرف غني د حکومت بشپړوالی یې له ګواښ سره مخ کړی.

هغه امنیتي تړون چې حکومتي چارواکو د هیواد د ټولو ستونزو د حل او مشکل کُشا په نوم اعلاناوه تراوسه پوري یې نه په امنیتي ،نه په اقتصادي او نه هم ولس ته دیوه قابل اعتماد حکومت د جوړولو په لاره کې هيڅ رول لوبولی دی.

دغه تړون چې ظاهرا دامنیتي تړون تر عنوان لاندې د اشرف غني د حکومت لخوا له امریکایانو سره لاسلیک شو له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو ټول امکانات له منځه یووړل چې په دې سره کیدای شي نورهم هیواد دسختو امنیتي مشکلاتو له بحران سره مخ شي.

په هرات ولایت کې د آیساف مرکزته د امریکايي کونسلګري لیږدول خپله د دې شاهدې ورکوي چې له امنیتي تړونه وروسته افغانستان دسولې پرځای د منطقوي رقابتونو له کبله د جګړې پر ډګر بدلیږي.

چین ته دولسمشر اشرف غني لومړی سفر هم له امنیتي تړون څخه د راپیداشویو اندیښنو د لیري کولو په غرض تر سره کیږي ، خو توقع نه کیږي چې ښاغلی اشرف غني دي چینايي چارواکي پردې خبره قانع کړي چې هیواد یې په افغانستان کې د تر سره شوي امنیتي (امریکايي) تړون له اضرارو څخه په امان دی.

اوس د هیواد په روان وضعیت کې د افغانانو مهمه اړتیا د موجود امنیتي او اداري بحران له منځه وړل او په هیواد کې د واقعي سولې تامین دی ، مګر له بده مرغه نه نوی حکومت او نه هم د هغه خارجي مرستندویان(امریکایان) د افغانانو د دغې اساسي اړتیا د ترسره کولو لپاره کومه طرحه لري .

د ۲۰۱۴ کال په راتلو سره افغان ولس دیته هیله من وه چې د بهرنیو ځواکونو په وتوسره به یې نور په هیوادکې د جګړې اونا امني عوامل هم له منځه ولاړشي ، خو نوي حکومت د دې پرځای چې له خارجي او داخلي ګواښونوسره د مقابلې لپاره یې پر خپل ولس باوروکړي وای او مرسته یې ترلاسه کړې وای امریکایانو ته لاس ورکړ او له هغوی سره يي امنیتي تړون لاسلیک کړ چې د هغه د لاسلیک له نیټې څخه بیا تر نن پوري هیڅ افغان ښه ورځ نه ده لیدلې او نه يي ښايي په نیږدي راتلونکي کې وویني .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

YOU TALKING FROM ISI CENTER,BECAUSE AFGHANS ARE VERY HAPPY,FOR NEW GOVERNMENT,WE BELIVE ASHRAFGHANI DO FIRST STEP FOR PEACE,THEN ECONOMY,
MANY THING ARE GOING BETTER,BUT ENEMY ALWAYS TALKING AGAINST,THANK YOU

حبيب

رازمحمد ورور لكه چی په مریخ که اوسیژي

مهمند ماموند

حبیب وروره ، راز محمد مه زوروه ، هغه او د هغه په شان نور ( لکه اتمر ، قرار او خروار او د ع او غ ملاتړی ) د هیواد څخه د خاوری، خلکو او خپلواکی د پلورلو په جرم زمونږ له ګران هیواد څخه د تیشتی او ویزو اخستنی د پاره خپلو بادارانو د خوشالو لو د پاره دغه ګډی وډی لیکی ، کلونه یی واوښتل ، میاشتی هم په تیریدو ، له دی وروسته به اونی او ورځی شمیری ، دا چه فیس بوک کی یی نه قواره ، نه نوم ، نه اصل او نه ادرس… نور لوستل »

Malim

راز محمد جانه ولی د سر تاج عزیز د ځامنو په په زړوو مالګی ور دوړوی؟ یاره خو ډیر وران یی ته نه یی خبر چه د افغانستان د امنیت سولی او اقتصادی پر مختګ په صورت کښی د ټالیب فکره غلامو خلکو روزی قطع کیژی او بایفور یی میراث کیزی؟ ایا ته نه پوهیزی چه دوی خپلو بادارانو ته پوره ډاډ او اطمنیان ورکړی او ورکوی چه په والله که د اشرف غنی پلار هم افغانستان را څخه اباد او ملت هوسا او خوشحاله کړی؟ ایا ته پوهیژی چه که دا کار وشو نو دوی به یو یو سر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x