د پل چرخي زندان
د پل چرخي زندان

څرخي پله ۲۷ سوه زندانیانو غذايي اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې سلګونو زندانیانو یو ځل بیا په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی او وايي تر هغې چې غوښتنې پوره شوي نه وي اعتصاب ته دوام ورکوي.

ابوبکر او محمد عمر چې ځان د ننګرهار د شینوارو اوسیدونکي معرفي کول نن ټکی اسیا ته د تلیفون له لارې وویل چې د په څلورم بلاک کې ۱۸۰۰ زندانیانو او په شپږم بلاک کې ۹۰۰ بندیانو له تېرو ۵ ورځو راهیسې په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی.

دوی وايي چې سلګونو بندیانو خپلې خولې تړلي دي.pul e charkhi zandan  3

د ابوبکر شینواري په خبره چې د ګډ حکومت ولسمشر د څرخي پله زندان څخه د لېدنې پر مهال دوی سره یو شمېر ژمنې وکړې خو دا کاغذ پر مخ پاتې شوې او عملي نشوې او له همدې دوی په غذايي اعتصاب لاس پورې کړ.

محمد عمر د شپږم بلاک د بندیانو اعتصاب په اړه نن ټکی اسیا ته وویل چې له تېرو ۲ ورځو راهیسې بندیانو په اعتصاب لاس پورې کړی او شمېر يې ۹۰۰ ته رسیږي.

عمر وايي چې بندیان نېوکه کوي بندیانو ته حقوق نه دي ورکړل شوي او پر هغه فرمان چې د ولسمشر لخوا څه موده وړاندې صادر شوی و، لا هم پرې عمل نه دی شوی.

یاد بندي وايي چې بندیانو په غوښتنو کې په اعدام محکوم شوو بندیانو ته بخښنه، عمومي عفوې اعلان، سختو او سپین ګیرو بندیانو خوشې کول، حرفوي زده کړو اسانتیاو برابرول او نورې شاملې دي.

یاده دې وي چې اشرف غني احمدزي د تلې په ۱۷مه د شپې ناوخته د څرخي پله زندان څخه لیدنه وکړله او د زندانیانو دیوه پلاوي سره یې وکتل.

احمدزي په دغه لیدنه کې بندیانو سره ژمنه وکړله چې دوسیې یې به يې بیا وڅېړي.

د محبسونو او توقیف ځایونو اداري مرستیال محمدقیس فصیحي هم د څرخي پله د زندانیانو اعتصاب تایید کړی.

فصیحي ویلي چې په پیل کې د اعتصاب کوونکو شمېر ۵۰۰ و، خو وروسته دغه شمېر بیخي زیات شو.

که څه هم زندانیانو د هغو بندیانو چې خولې تړلي شمېر سلګونه ښيي خو فصیحي بیا وايي چې یواځې ۳۰ کسانو خولې ګنډلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د