افغانستاننړۍ

پاکستان: افغان حکومت راسره د طالبانو په ځپلو کې مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان وايي قبایلي سیمو کې په روانو پوځي عملیاتو کې افغانستان له دوی سره هيڅ همکاري نه ده کړې.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه پرون په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیاتو تر پیلولو وړاندې یې افغان

حکومت، ناټو او ایساف ځواکونو باور ترلاسه کړی و خو «متأسفانه» افغان حکومت ورسره وروسته هيڅ همکاري ونه کړله.

پاکستان د امریکا تر سختو فشارونو او د پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو د ناکامېدو وروسته په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد په جولايي کې پوځي عملیات پیل کړل.

پاکستان د پوځ ویاند وايي چې په دغوپوځي عملیاتو کې چې لکونه وزیرستاني په کې هجرت کولو ته اړ او زیات شمېر ملکي کسان هم په کې ووژل شول، د دولت ۱۱سوه مخالفین وژل شوي.

فرانس پریس خبري اژانس په دې وروستیو کې یو شمېر ثبوتونه راټول کړي چې ښيي د وزیرستان د پوځي عملیاتو زیات شمېر قربانیان ملکي وګړي دي.

تورن جنرال باجوه که څه هم په دغو پوځي عملیاتو کې ځانونه بریالي بولي خو سربېره پر دې وايي چې « د عملیاتو تر پیلولو ۲ اونۍ وړاندې مو د افغانستان د بېلابېلو لارو اړیکې ونیولې، څو له موږ سره د طالبانو په نیولو، شړلو، وژلو او موږ ته په تسلیمولو کې مرسته وکړي، خو افغان حکومت هيڅ تیاری ونه ښودلو.»

باجوه په دې ټينګار وکړ چې «که افغانستان مرسته کړې وه، پوځي عملیات به ډير بریالي وی».

خو بل پلو افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې د افغاني طالبانو مرسته کوي او پاکستان پر افغانستان بیا تور لګوي چې ملافضل الله په شمول پاکستاني طالبانو مشران چې د افغانستان په ختیځ کې دي، نه یې په نیولو کې او نه هم پاکستان ته په شړلو کې مرسته کوي.

دغو تورونو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خړې کړي او زیات وخت د دواړو لوریو وخت پر همدې تورونو تیریږي. د تورونو په لړۍ کې وروستی یې د پاکستان له لوري پر افغانستان د بلوچ بېلتون غوښتونکو سره د مرستې تور دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x