
په وينو ازاد وطن – ريان
د يو اردو شعر ژباړه، له لږ تغير سره
احمدګل ريان
که مخالف وي، هسي وي دي، څه ايمان خو نه دی
دغه چې وينې يې، دا دوګ دی څه اسمان خو نه دی
که اور لګېږي نو د ټولو په کورو به لګي
دلته يوازې زما کور او زما دوکان خو نه دی
زما له خولې نه چې وځي همهغه رښتيا دي
زما په خوله کې چې اوسېږي ستا زبان خو نه دی
په دې خبر يم چې دښمن مي له حسابه وتی
مګر زما غوندي يې لاس کې سر او ځان خو نه دی
بل تابعيته په ګدۍ ناست به سبا ته نه وي
دا مستأجر دي، دا یې خپل ځايي مکان خو نه دی
زمونږ په وينه ازاد شوی به څوک څنګه پلوري !؟
پوه دي شي دا د چا د پلار افغانستان خو نه دی