ټکنالوژي

موټرولا (Motorola) به په نړۍ کې د سمارټ فون جوړولو درېیمه لویه کمپنۍ شي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): لېنوو (Lenovo) کمپنۍ د موټرولا کمپنۍ نوی مالک شو او د موټرولا له استعمالوونکو سره يې وعده وکړه چې ډیر کم وخت کې موټرولا د سمارټ فون او موبایل جوړولو کمپنۍ به په همدې برخه کې د نړۍ درېیمه لویه کمپنۍ کړي.

موټرولا کمپنۍ سره د خپل موبایل او سمارټ فون جوړونې ټولې برخې لکه موټو ایکس (Moto X)، موټو جي (Moto G) او موټو اي (Moto E) د لېنوو له کمپنۍ سره یو ځای شو.

موټرولا کمپنۍ د ۲.۹۱ بیلیون ډالرو نغدو پیسو په بدل کې د لېنوو کمپنۍ برخه شوه. که څه هم د دغې کمپنۍ ارزښت له دې ډیر زیات وو؛ خو په دې وروستیو کې دغې کمپنۍ کومه خاصه لاسته راوړنه نه درلوده او د وخت له تیریدو سره يې د کاروونکو شمیر هم مخ پر کمیدو وو.

موټرولا کمپنۍ له دې مخکې د گوگل ملکیت و چې اوس هم گوگل د دغې کمپنۍ ټوله برخه پر لېنوو نه ده خرڅه کړې.

که څه هم دغه کمپنۍ په دې وروستیو کې په دوامداره توگه سمارټ فون نه جوړاوه؛ خو کله نا کله به یې د یو نوي او خاص سمارټ فون له وړاندې کولو سره ټوله نړۍ او د سمارټ فون نورې کمپنۍ حیرانولې.

د موټرولا کمپنۍ اخیستل به لېنوو کمپنۍ له کوم خنډ پرته د نړۍ په کچه د سمارټ فون جوړونې درېیمه لویه کمپنۍ وگرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x