ټکنالوژي

وټس اپ (WhatsApp) د غږیزو اړیکو خدمتونو وړاندې کول ځنډول شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ وټس اپ اعلان وکړ چې دوي به د غږیزو اړیکو خدمتونه د ۲۰۱۵ز کال تر پیله وځنډوي.

څه موده مخکې د پیغام استولو دغې تر ټولو مشهورې کمپنۍ ژمنه کړې وه چې دوي به وټس اپ کې د غږیزو اړیکو ټینگولو وړتیا د وای فای (Wi-Fi) په مرسته زیاته کړي. د کمپنۍ د ژمنو پر بنسټ دغه نوې ځانگړنه باید د ۲۰۱۴ز کال په اخري څلورو میاشتو کې کاروونکو ته وړاندې شوی وای.

د کوډ موبایل کنفرانس په پرونۍ غونډه کې د دغې کمپنۍ مشر جان کوم (Jan Koum) وویل چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله به دغه نوې ځانگړنه له څه مودې ځنډ وروسته کاروونکو ته وړاندې شي.

وټس اپ د روان کال په وروستیو کې په رسمي توگه د فیسبوک اجتماعي شبکې برخه شوه؛ خو اوس هم دغه اپلیکیشن جلا میسینجر لري او فیسبوک څخه جلا کارول کیږي.

وټس اپ اپلیکیشن یوازې په سمارټ فون کې استعمالیدی شي په داسې حال کې چې فیسبوک میسینجر اوس په کمپیوټر کې هم د استعمال وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x