کرکټ: یونس خان نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان تکړه او تجربه لرونکي توپ وهونکي یونس خان تیره ورځ د استرالیا په خلاف په مسلسل ډول خپلې درېیمې سلیزې مکمل کولو سره د کرکټ په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړ.

پاکستان او استرالیا تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ روانه ده چې لومړی ټیسټ لوبه کې هم یونس خان د استرالیا په خلاف دوې سلیزې ووهلې او تیره ورځ په دوهمه لوبه کې هم سلیزې په وهلو بریالی شو.

یونس خان له دې سره د استرالیا په خلاف ۸۹ کلن تاریخ مات کړ؛ ځکه چې له دې مخکې په ۱۹۲۵ز کال کې د انگلینډ توپ وهونکي هربرټ سټ کلف د استرالیا په خلاف درې مسلسلې سلیزې وهلې وې.

پاکستاني ځینو نورو لوبغاړو هم درې مسلسلې سلیزې وهلي خو د هندوستان او ویسټ انډیز په خلاف.

د انگلینډ تکړه توپ وهونکي مایکل وان په دې اړه وویل چې یونس خان یوه غوره توپ وهونکی دی چې نړیوالو ته يې یوه غوره لوبه وړاندې کړه.

د استرالیا لوبغاړی گلکرسټ یونس خان ته د نوي ریکاډ جوړولو لپاره مبارکي ورکړه او توپ وهنه يې وستایله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د