نړۍ

«بلوچستان په نا امنۍ کې هند او افغانستان لاس لري»

نن ټکی اسیا: (جمعه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت کورنیو چارو وزیر میرسرفراز بګټي د هند او افغانستان پر څارګرو ادارو تور لګولی چې د بلوچستان په نا امنۍ کې لاس لري.

بګټي پرون پنجشنبه ددغه ایالت په مرکز کوټه ښار کې یوې خبري ناستې ته دا خبرې وکړې. نوموړي همدا راز یو شمېر وسلې رسنیو ته وښودلې چې نیمه پوځيانو د بېلابېلو سیمو څخه نیولې وې.

ددغه ایالت کورنیو چارو وزیر وویل چې زیات شمېر وسلې او باردو يې د افغانستان سره سرحدي ولسوالۍ قلعه عبدالله په ګلستان نومې سیمه کې موندلي دي.

هغه وسلې چې د پاکستان پوځ رسنیو ته ښودلي.

نوموړي وویل چې دغه وسلې او باردو د افغانستان څخه د سیمې د امنیت د اخلال لپاره بلوچستان ته راوړل شوي.

پاکستاني رسنیو لیکلي چې پوځ دوی ته ۴ زره کیلوګرام چاودیدونکي توکي، ۱۰۱ واړه مزایلونه، ۱۸ واسکټونه، ۱۱۰ راکټونه، ۱۰۷ ام ام کی، ۳۱ کلاشنکوفونه، ۳۵ تمانچې او نور لاسي بمونه وښودل.

پاکستان عموما په سرحدي سیمو کې د چاودنو او نا امنیو پړه پر افغانانو اچوي او له همدې امله په پاکستان کې مېشت مهاجرین نیسي.

د پاکستان ددغه تور په اړه تر دې مهاله افغان حکومت څه نه دي ویلي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x