قراني اعجاز او د غڼې کور- ۲برخه

حامد افغان

د غڼې د جال کمزوري

ساینسپوهان وایي: د غټې د جال تارونه له فولادو کم تر کمه پنځه برخې کلک دي، نو سره له دې بیا څنګه د هغې کور سست اوکمزوری بللی شو او ولي کمزوری ده؟ ځکه غڼې نشي کولی غټ او پرېړ تار جوړ کړي بلکي د هغې تار ډیر نری ده او د سر له وېښته لس برخې نری ده!، نو دومره تار که هر څومره مزبوت شي بیا هم سست او کمزوری وي.

د الله د کلام حکمت ته ګورئ موږ ته ظاهراً د غڼې تارونه ډیر کمزوري ښکارې او که دا زموږ له لید سره سم قرانکریم ویلي وی : “أوهن الخيوط” یعني تارونه یې کمزوري او سست دي نو خبره به زموږ په فکر او ګومان برابره وه خو په ساینسي لحاظ به سمه نه وه ځکه موږ وویل د هغې تارونه له فولادو پنځه برخې مزبوت دي. نو ځکه الله جل جلاله (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ) وويلې. سبحن الله! رښتیا هم الله تر ټولو رښتيني دی، (وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا) [النساء: 87].

د غڼې او ملحد مشابهت

(1) په نړۍ کې 37000 ډوله غڼې شتون لري، د ساینسپوهانو له څرګندونو او نویو معلوماتو که څه هم د هغې د کور سستوالي په ډاګه معلوميږي خو دوی دا هم وایي چې غڼې ته الله د هندسې عجیبه پوهه ورکړې ده او تر ننه د هغې د تارونو او کور د هندسي هیئت تقلید نشي کیدلی، له ملحد سره غڼې داسي تشبیه لري چې دې ته الله د هندسې او د خپلو تارونو د جوړولو عجیبه پوه ورکړې ده خو دا پوه یې د کور په جوړولو کې نه په ښمر کیږي، کټمټ لکه ملحد هغه هم خورا زیاته پوهه لري او موږ د ډیرو د سترې پوهې او نبوغ شاهدان یو خو دا پوهه یې د اصلي او ابدي ژوند له پاره نه په ښمر کیږي بلکي د دنیا د څو ورځو له پاره ګټه ورنه اخلي.

(2) لکه څرنګه چې د غڼې په پوهه او عمل کې تناقض ده دا راز د ملحد او آیتیست په افکارو او اندود کې هم تناقض ده، مثلاً که هغه ته ووایې چې دا نړۍ چا او څنګه پیدا شوې ده؟ دی وایي دا په تصادفي توګه منځته راغلې ده، خو که ورته ووایي چې دا موټر یا کومه وداني په تصادفي توګه رامنځته کیدلی شي؟ نو د دلیل په ځای تمسخر او ملنډې پیل کړي.

(3) دا راز پوهان وایي د غڼې لید خورا زیات کمزوری ده ایله د څو سانتي میترو په مسافه کې شی ویني له هغه لیري یې لید کار نه کوي، ملحد او آیتیست هم د غڼې زوی دی، دنیا د اخرت په پرتله ایله څو سانتي میتره ده دی هم یواځي دنیا او د دنیا ژوند ویني او د اخرت له لید نه محروم دی.

(4) لکه ومو ویل غڼې قاتله او پخپلو کې سره خوړونکې ژوې ده داراز د غڼې ګڼ شمیر ډولونه زهر لري او چيچل کوي ملحد هم په فکري لحاظ قاتل، زهرجن او په ټولنه کې فساد خپرونکی دی.

په ایت کې د اعجاز لنډیز

په دې ایت کې د اعجاز څو وجوهات په لنډه توګه دلته رانغاړو، مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ.

1- په ایت کې ماده غڼې یاده شوې ده ځکه (اتَّخَذَتْ) ویل شوي دي که نر مراد وی “اتخذ” به ویل کیده او د قران د نزول په مهال دا ستر حقیقت نه و ښکاره دا خبره نويو ساینسي معلوماتو ښکاره کړه چې ماده غڼې خپل کور جوړوي.

2- ثابته شوه چې د ټولو مخلوقاتو په کورونو کې د غڼې کور کمزوری ده لکه قرانکریم وایي: وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ، او دې معلوماتو پخوا شتون نه لاره.

3- په ایت کې دا هم واضحه شوې چې د غڼې تارونه – نه بلکي کور کمزوری ده او مخکي مو د غڼې د کور او تارونو توپیر روښانه کړ. او دا علمي تدقیقات او باریکي په واز کومي د قران د اعجاز شاهدي وایي. والحمد لله على نعمة الإسلام.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یار محمد
میلمه
یار محمد

د غنی کور به هم د غڼی کور وی که څنګه ؟ معلومه نه ده ، چه دوی مسلمانان ، عیسویان ، یهودان ، کمونستان ، سکولریستان او که اتیستان دی ؟