افغانستان

په دوو ترافيکي پېښو کې شپږ تنه مړه او له پنځوسو زيات ټپيان شوي

نن ټکی اسیا: (جمعه، لړم ۹مه ۱۳۹۳ل): د کابل مزار شريف پر لويه لار د بغلان ولايت مرکز پلخمري ته څېرمه بالادوري سيمه کې د سپارليو يو بس د پوليسو له باروړونکي موټر سره ټکر شو، چې له امله يې لږ تر لږه درې تنه مړه او ۴۵ نور ټپيان دي.

د بغلان امنييه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت وايي، چې نن د جمعې پر ورځ له غرمې مخکې د پلخمري اړوند بالادوري سيمه کې يو مساپر وړونکی بس د پوليسو له يو باروړونکي موټر سره ټکر شو، چې له امله يې دواړه موټرو چلوونکي او يوه ښځه مړه او ۴۵ کسان ټپيان شوي دي.

بشارت زياتوي، چې ټپيانو کې شپاړس ماشومان، اووه ښځې او ۲۲ سړي شامل دي.

د بغلان ولايت د مرکزي روغتون ډاکټران وايي، چې د ترافيکي پېښې ګڼ شمېر ټپيان د دوی روغتون ته راوړل شوي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت داندېښنې وړ دی او کېدای شي، د مړو شمېر زيات شي.

د يو بل خبر له مخې د کابل جلال اباد پر لويه لار هم د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چې دا پېښه د سروبي ولسوالۍ ماهيپر ته څېرمه مومن خان شيرنۍ کلي سره رامنځته شوې ده.

د ځايي خلکو له قوله يو کرولا ډولی موټر، چې له چلوونکي بې واکه شو او غره سره ټکر شو.

ويل کيږي، چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه مړه او شپږ ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لويو او وړو لارو داسې پېښې د ورځني خبرونو برخه ګرځېدلې او لامل يې دا ښوول کيږي، چې ډېری چلوونکي له احتياطه کار نه اخلي او د ترافيکو اداره هم د بډو په مقابل کې هر چاته د موټر چلونې جواز ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x