fbpx

دکندهار (چهل زینه) له سره رغول کیږي

chehelzeeni-kandahar(نن ټکي اسیا) په کندهار کې دڅلویښت زینو( دچهل زینه )تاریخي اثر دبیا رغولو لپاره یوه پروژه پر کاراچول شوې چې دا تاریخي اثربیرته له سره ورغوي، دې تاریخي زینو ته دجګړوپه موده کې دپام وړ زیان رسیدلي

دکندهار داطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالقدیم پتیال رسینو ته ویلي چې دچهل زینو دبیا رغولو کار پیل شوی او ددې پروژې کار به په پنځو میاشتو کې مکمل شي، نوموړي وویل چې په دې کار به ۳میلیونه لګښت وشی .

چهل زینې ۴۳۰ کاله تاریخي لرغون والي لري ویل کيږی چې دبابر بادشاه په زمانه کې جوړې شوي دي.

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د