افغانستان

طالبانو یو نیم کال وروسته روسی پیلوټ خوشې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې هغه روسی پېلوټ چې یو نیم کال وړاندې یې د یو هلیکوپتر سره نیولی و ، پرون د یو افغان همکار سره یوځای خوشې کړ.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې روسی پیلوټ (پاول پیت رینکو) يې د ۸ ترکانو او ۲ افغانانو سره د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو هلیکوپتر سره ونیول چې پرون یې روسی پیلوټ له افغان همکار سره خوشې کړل.

مجاهد زیاتوي چې دغه کسان يې تېر کال د اپریل په ۲۱مه نیولي وه.

طالب ویاند وايي چې روسی پیلوټ (پاول پیت رینکو) په دې وروستیو کې سخت مریض شوی و او د روغتیايي حالت ته په کتو او د روس هېواد سره د اړیکو او تفاهم وروسته خوشې کړ.

«روسی پيلوټ (پاول پیت رینکو)چي په دې وروستیووختوکې سخت مریض شوی وو د صحي ملحوظاتو او اړوند هېواد سره دتماسونواو تفاهم په نتیجه کې د اسلامي امارت لخوا خوشی کيږي».

مجاهد وايي چې د روسي پیلوټ څخه یې ژمنه اخېستي چې د «کابل ادارې» سره به هيڅ ډول همکاري نه کوي او بېرته به خپل هېواد ته ستنیږي.

خبرپاڼه کاږي چې همدا راز یې د افغان همکار څخه هم کلکه ژمنه اخېستې چې د دوی پر ضد او د بهرنیو ځواکونو پر ګټه به هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د تېر کال مۍ میاشتې په ۱۳مه ۸ ترکان خوشې کړل خو روسی او د هغه افغان همکار یې په زندان کې وساتل.

طالبانو ویلي و چې دا کار یې دښه نیت لمخې کړی او غواړي چې دترکیې له مسلمان هیواد سره ښې دوستانه اړیکې ولري بالمقابل له ترکي حکومت نه یې غوښتنه کړې چې ترک چارواکي هم باید دخپل ښه نیت اظهار وکړي او د داسي چارو ترسره کولو ته مخه کړې چې دافغان ترک دمسلمانو ولسونو دنیژدې کیدلو او دیني ورورولۍ دټینګیدو سبب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x