افغانستان یو ځل بیا پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنی سیالیو دریمه لوبه وه. سیالیو دغې لړۍ لومړی لوبه افغانستان او دوهمه لوبه پاکستان گټلې ده.

په لومړی او دوهمه لوبه کې لومړی توپ اچونکی لوبډلې لوبه وگټله نو په همدې اساس پاکستاني لوبډل مشر د لوبې پچې له گټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه.

دغه لوبه کې شاهدالله، شوکت زمان، وحیدالله او کریم جنت توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه. خو بیا نور افغان لوبغاړي ډیر ښه وځلیدل او یو ښه هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوبول.

نننۍ لوبه کې احسان الله ۶۵، حضرت الله ځاځۍ ۴۲ منډې جوړې کړې او محمد سردار ۵۶ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

دغه لوبه کې د اورونو شمیر ۴۵ وو چې دغه ټاکل شوي اورونو کې افغانستان د ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

پاکستان له خوا توپ اچونه کې محمد شهابل ۳، عامر جمال ۲، اویس اقبال او سعود شکیل یو یو ویکټې تر لاسه کړې.

افغان توپ اچونکي د توپ اچونې له پیل څخه د پاکستاني توپ وهونکو ښکار پیل کړ او هیڅ لوبغاړی يي ډیر منډو او اوږدې ملگرتیا ته پرینښود.

پاکستاني توپ وهونکي د افغان توپ اچونکي په مقابل کې مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله يي ۱۵۴ منډو جوړولو وروسته وسوځیدله او دغه لوبه يي د ۶۹ منډو په ستر توپیر وبایلله.

پاکستان لپاره غوره توپ وهنه یوسف بابر ۳۲، عمیر مسعود ۳۱، نور ولي ۲۹ منډو جوړولو سره وکړه.

توپ اچونې په برخه کې افغانستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه ضیا‌‌ءالحمن وکړه چې خپل ۸.۳ اورونو کې یوازې ۱۷ منډې وکړې او دسیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي يي وسوځول. همدا راز شاهدالله ۳، محمد ظاهر او راشد خان یو یو لوبغاړو په سوځولو بریالي شول.

افغانستان د نن ورځې لوبې له گټلو سره د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ گټونکی شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د