
تر دوشنبې ټول پوهنتونونو رخصت شول
نن ټکی اسیا: (جمعه، لړم ۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد ټول پوهنتونونه د راتلونکې اوونۍ تر دوشنبې پورې رخصت شول.
د لوړو زده کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د محرم الحرام او عاشورا له امله د هېواد ټول پوهنتونونه د راتلونکې اوونۍ تر دوشنبې پورې رخصت شول.
خبرپاڼه کې راغلي سبا شنبه او بله ورځ يکشنبه ښارونو کې د ګڼې ګوڼې او د شيعه ګانو د ځانګړو مراسمو له امله رخصتي ده او سه شنبه د عاشورا د ورځې په مناسبت رخصت ده.
شیعه ګان چې د افغانستان په دوه درې ولایتونو کې اقلیت موندل کیږي او شمېر یې هم د نور نفوس په پرتله د نشت برابر دی خو سربېره په دې هم یو شمېر کړۍ دغه خلک زیات ښيي او له امله یې دولتي ادارې رخصتوي.
په خبرپاڼه کې له ګردو هلکانو او ښځينه محصلينو غوښتل شوي، چې د رخصتۍ پر مهال ټولې لیلیې خالي کړي او د درسونو د پيل په شپه بېرته خپلو لیلیو ته ځانونه راورسوي.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي اندېښنه لري، چې د رخصتيو پر مهال که محصلين په لیلیو کې پاتې شي، نو د مذهبي ناندريو او شخړو ګواښ رامنځته کيدای او له همدې امله بايد ټول شپه غالي د رخصتۍ پر مهال تړلي وي.
د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو نن ټکی اسیا ته وویل چې « یاد وزارت دې یواځې کابل رخصت کړي، چیرې چې شیعه ګان موندل کیږي، په نورو ولایتونو کې خو د شیعه ګانو څرک هم نه لیدل کیږي، نو ادارې دې هم باید خلاصې وي.»
دوی د دولتي ادرو د دوه ورځو رخصتي د ګډ حکومت ولسمشر سره د اغاخان د ملاقات پایله بولي.
سلامونه دوستانو دا چی هزاره گان زیات را ته بیانوی او پشتانه کم دا خو ستاسو طالبانو له برکته الحمد لله خدای مو لاس په جنت که، په تیرو 13 کالو کی به په شمار 100 هزاره گان نه وی وژل شوی خو پشتانه په زرگونو ستاسو طالبانو لخوا د جاسوس او اجیر معلم، اردو، عسکر، پولیس، پوهنتونی په نامه قتل شوی، د هزاره گانو نجونی او هلکان پوهنتونونو ته کامیاب شی پشتانه کراچی او ایران یا دبی او سعودی ته مزدوری ته روان وی، طالبان د خدای زموژ له سره نه کموی.
امین
للمی صاحب ، نوم دی د دی نظر سره متناسبه دی ، للمی مونږ هغه زمکو ته وایو چه عادی او دایمی او دایمی اوبه نه لری د باران اوبو ته انتظار لری که باران وشی زرغونه رامنځته او که نه شړه وی ، ستاسی همدا حال دی که کله خدایی د کوم مسجد په خوا تیریږی او یا ورننوځی نو کومه اسلامی خبره واوری او که نه همداسی په ګډو وډو سر یی لکه پورته تبصره کی چه مو ګډی وډی لیکلی دی که مونږ داسی څه لیکلی چه باید نه مو وی لیکلی بخښنه کوی مننه