نظــر

صلیب او کلیسا په ارګ کې

لیکوال: عبد الرحمن مدني

له کله نه چې اشرف غني ته د افغانستان نیمه واک سپارل شوی، له هغه راهیسې د اسلام سپېڅلي دین سره د بی باکانه چلند لړۍ پیل شوې ده، داسې چلند، چې د اسلام د مبین دین سره ګستاخانه او توهیني سلوک بلل کېږي. دا لړۍ بیلابېلې بڼې لري،  کله د ګوډ شیطان اتمر د جرأت په بڼه؛  کله د یوې محلي او  محدودې ورځپاڼې  «افغانستان ایکسپریس» د  توهیني لیکنې او کله د مجید قرار غوندي د یو سپک ټوکمار د  ټوکو په شکل وي او تر دې ټولو ناوړه او له افغان تاریخ سره په ټکر کې  ستره نادوده لا دا ده، چې خپله په ارګ کې دننه صلیب ته سجدې پيل شوې.

دا هر څه په بې ساري توګه د یوې میاشتي په بهیر کې داسي مسلسل پيل شوي، لکه مخکې له مخکې چې پلان شوي او پروګرام شوي وي، چې ګواکې په تدریج سره به د دین په خلاف د مسلسلې مبارزې په  شکل پر مخ وړل کیږي.

له لومړۍ ورځي څخه چې د ولسمشریزو کاندیدانو تر منځ د کمپاین لومړنۍ شیبې وې؛ نو دا خبره هر چېرته تر غوږو کېده، چې ګنې د اشرف غني میرمن عیسوۍ ده او پخپله اشرف غني هم د خپلې میرمنې د دین څخه د عقیدې تر حده اغېزمن دی.  له همدې کبله وه، چې نوموړي د خپلې میرمنې نوم د رولا غني څخه په «بي بي ګل  غني» واړاوو  او له دې سره جوخت یې دا اوازه هم واچوله، چې ګواکې هغه مسلمانه ده. په دې برخه کې د نوموړي د فیسبوکي کمپاینرانو استدلال دا وو، چې هغې په یوه انتخاباتي غونډه کې دقران کریم څو آیتونه تلاوت کړل؛  نو ګواکې مسلمانه شوې او دې ته یی د اشرف غني د یو بل کمال او لاسته راوړنې په سترګه کتل. خو چې کله اشرف د نیمه واک ولسمشر سو، دادی هر څه په ډاګه سول او هغه دا چې رولا غني اوس هم رولا ده؛ په خپل دین پاتې ده او دا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان لومړۍ ښځه یوه نصرانۍ او د بهرني هېواد تبع ده او افغانستان ته تر راتګ مخته یې خپل مېړه او اولاد په خپل رنګ اړولي وو، او هر وخت به یې هغوی له ځانه سره کلیسا ته بېول.

که څه هم په دې وروستیو کې د رولا غني د زامنو له خولې دا را ووتل، چې ډیډي «پلار» به هر وخت د خپلې کورودانې سره کلیسا ته تګ راتګ کاوه؛ خو د دې پته ونه لګېده، چې ایا اشرف غني هم کله رولا د مسجد په لور بیولې او ایا هغې ته یې هم یو وخت د اسلام د مبین دین دعوت ورکړی او کنه.؟!

که له یوه اړخه خپله اشرف غني په دین کې سست مالومیږی؛ خو ویل کیږي چې رولا غني هم د تعصب او افراطیت تر حده د نصرانیت پیروې ده او په ډیرو تبشیري (عیسویت ته د تبلیغ) مؤسسو کې غړیتوب هم لري او په پام کې لري، چې د همدې مؤسسو له لارې د افغانستان د مظلومو ښځو لپاره اواز اوچت کړي او د هغوی د مظلومیت څخه په استفادې خپل تبشیري عمل لا ګړندی کړي.

د اشرف غني لور او زامنو په اړه تر اوسه هیڅ بحث نه دی شوی؛ خو ویل کیږی چې لور یې یو هنرمنده ده، د لویدیځي نړۍ او د خپلي کورنۍ د بې باکانه ژوند دود له امله، چې کومې جامې اغوندي هغه په هېڅ توګه د افغانستان او افغان کلتور نمایندګي نه کوي.

دا خو نو اوس معلومه خبره ده، چې د افغانستان لومړۍ میرمن یوه متعصبه نصرانۍ ده؛ خو په دې اړخ تر اوسه چا رڼا نه ده اچولې، چې دغه متعصبه نصرانۍ به خپل عبادت چیري ادا کوي. ځکه افغانستان کې خو د لویدیځ په څېر کلیساوې نشته، چې اشرف غني به پکې خپله کورودانه په موټر کې د کلیسا تر دروازو رسوي، داسې چې ښځه به یې موټر کې سپره کړې وه، غاړه په غاړه به د کلیسا مخته ودریدل او د کلیسا د پاپ څخه به یې د پیسو په بدل کې د خپلو تیرو ګناوو د بخښنې چیک اخیست، اوس په دې وطن کې هغه کلیسا چېرته وي او متعصبه نصرانۍ به خپل عبادت چیري ادا کوي.

رولا غني له بي بي سي سره په یوه وروستی مرکه کې، چې په انګریزي یې خبري کولې، په دوه مخي سره وویل، چې ټول د یو خدای عبادت کوو، خو هر سړی یی په خپل طرز او طریقه باندي کوي او په دې یې اعتراف وکړ، چې اوس هم نصرانۍ ده، مطلب د تثلیث یا دریو خدایانو معتقده ده؛ خو دا یې ونه ویل چې  اخر، دا به دا خپل عبادت چیرته کوي.

له کله نه،چې  اوسني نیمه ولسمشر اشرف غني ته د لومړي ځل لپاره په دیموکراتیکه توګه قدرت انتقال شوی، له دې سره جوخت د «لومړی ځل» تکرار هم زیات شوی. د ساري په توګه،  د لومړي ځل لپاره یو حکومت دوې کابینې چلوي، د لومړي ځل لپاره نیم افغانستان یو تن ولسمشر بولي او دوهمه نیمايي بیا د بل ولسمشر اتباع دي.

خیر دا «سیاسي لومړي ځلونه» به نه تکراروم؛ خو د لومړي ځل لپاره د تیري جونز پلویانو په یوه افغانۍ ورځپاڼه کې الله، د هغه رسول او د هغه دین او شریعت ته سپکاوی وکړ او د هغه تر مخه د لومړي ځل لپاره د ولسمشر د امنیتي سلاکار په توګه یو لوړ رتبه مامور ددې جراأت وکړ، چې د اسلام مبین دین ته منسوب مدارسو او ادارو د بندولو ګواښ وکړي او له هغه وروسته د لومړي ځل لپاره په دین ملنډي وهونکی کس امریکا ته غوښتل کیږي او هلته داسي خبرو ته هڅول کېږي، چې په پوره صراحت او وقاحت سره د الله جل جلاله په انصاف باندي نېوکه کوي او د فیسبوک د مشر مارک زوګبرګ انصاف د الله جل جلاله تر انصاف پورته بولي او وايي چې فیسبوک ښځي ته هغه حق ورکړی چې الله پاک نه دی ورکړی، او ښځه یی د سړي په نیمايي کړې. (نعوذبالله )

د «لومړي ځل» دا تکرار بالاخیره موږ تر دې را رسوي، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان «لومړۍ میرمن» نصرانۍ ده، د «لومړي ځل» لپاره د ارګ استوګنه مېرمن «نصرانۍ د»ه، په «لومړي ځل» به ارګ ته صلیب د عبادت لپاره ننوزي او د «لومړي ځل» لپاره به په ارګ کې کلیسا جوړیږي او دا چې د کلیسا چلول بې پاپه ناشوني دي،نو لنډه دا چې په «لومړي ځل» به په ارګ کې پاپ هم استوګن کیږي او دا لړۍ به تر دې پورې لا غځېږي، چې په «لومړي ځل» به د ارګ په انګړ کې په خلاص مټ ، ښکاره یا پټ د صلیب عبادت کیږي.

باید ووایم، چې په ګوګل کې له لږ پلټنې وروسته ماته دا معلومه شوه. چې په افغانستان کې تر اوس مهاله په رسمي بڼه یوه کلیسا هم نشته، وروستۍ کلیسا د 2010 کال په مارچ میاشت کې ړنګه شوې او له هغه راهیسي کلیساوي یوازي د امریکايي ځواکونو تر نظامي مرکزونو، پي آر ټي ګانو او سفارتونو پوري محدودي شوې دي. کوم وخت چې دا پيښه وسوه، له هغه راهیسې د صلیب پیروانو او تبشیري مؤسسو ته هم  ځمکه سره تبۍ ګرځېدلې. هغوی خو دا فکر کاوو، چې د امریکايي پوځیانو په شتون او د امریکا په شمول د ټولي غربي او شرقي نړۍ تبشیري مؤسسې به په دې وتوانیږي، چې اقلا د کابل رنګ بدل کاندي او د کابل مسجدونه  په کلیساوو بدل کړي، خو د ډیرو لاملونو له کبله چې عمده یې د افغان ولس پر اسلام مینتوب او کلکه عقیده ده، هغوی ونه وتوانیدل چې په خپلو په شومو اهدافو کې بریالي شي، بلکې هغه زوړ حال هم پر خپل حال پاته نشو او هغه یوازینۍ کلیسا هم، چې نصرانیان به د عبادت لپاره ورتلل، ونړول شول، ځکه نو دوی له هغې ورځي راهیسې د یو داسي کس په لټه شول، چې د دې هر څه د کولو وړتیا ولري،  همدا وړتیاوې یې ټولې په اشرف غني کې وموندلې، هغه څوک چې ښځه يې نصرانۍ ده، خپله هم د نصرانیت څخه د عقیدې تر حده متاثره دی او دا هم  ورته مهمه نه ده چې اولاد یې د اسلام لاره غوره کوي او که د نصرانیت؛ له همدې کبله یې نو په نوموړي پیسې ولګولې، هغه یې د نړۍ دوهم ستر مفکر او  د ورانو او ویجاړو هیوادونو دبیا رغوني مسیحا ونوماوه او له ده څخه یې د افغانانو په نظر داسي یو جادوګر جوړ کړ، چې د افغانستان ټولې مسئلې به په یوه چومنتر حل او هر څه به ګل وګلزار کړي؛ خو اصلي هدف یې ارګ ته صلیب دننه کول، په ارګ کې کلیسا جوړول او دصلیب لپاره د ارګ څخه کمپاین پیلول وو، تر څو خو یو له یوه اړخه د افغان ولس څخه انتقام واخلي، او دا ورته ووایی چي تاسو کلیسا په کندهار، هرات، کابل او مزار کې نه پرېښوده او آن دکابل وروستۍ او یوازینۍ کلیسا مو هم ونړوله، نو مونږ به همدا کلیسا ستاسو د واکمنو په زړونو کې، ستاسو د واکمنو په بسترو کې، ستاسو د واکمنو په کورونو کې او ستاسو دواکمنو په ماڼیو کې جوړي کړو، تر څو ستاسو «اشراف» د صلیب سره عادي شوي نه وي، تاسو ورسره هېڅکله نه عادي کېږئ.

او تر څو وکولای شي، چې صلیب ته تبلیغ په اسانۍ سره وکړلای شي او د افغاني ټولنې اساس چې ښځي او میرمني جوړوي، پر هغوی باندي هم په رسمي ډول د «لومړۍ میرمنې» په سرپرستي کار پیل کړي او د هغو له لاري د هغوی په اولادونو او خاوندانو باندي کار وکړي.

الله جل جلاله فرمائي: ( وإذ يمكر بك الذين كفروا ليثبتوك أو يقتلوك أو يخرجوك ويمكرون ويمكر الله والله خير الماكرين ( 30 سورة الانفال ) )

ژباړه: هغه وخت هم د يادونې وړ دى چې د حق منكرانو ستا پر خلاف دسيسې جوړولې چې تا بندي كړي، يا دې ووژني يا دې له وطنه وشړي، هغوى خپل تدبيرونه په كار اچول او الله خپل تدبير كاوه او الله تر ټولو ډېر ښه تدبير كوونكى دى. (د کشاف ژباړه)

په کابلي تفسیر کې د همدې ایت د تفسیر په پای کې لاندي بیت لیکل شوی:

که څه يو موږ بې وزلي، نه مو درب شته نه مو دچ
رب ساتونکى ښه قوي دى که غليم مو دى مړوچ

(د آیت ژباړه او دا بیت  له – اسلام لکم – ویب پاڼې نه اخیستل شوی دی. )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فضل الله زمانی

که هفه عیسویت ته زمونږ افغانی میرمنی هڅوی په حقیقت کی زمونږ کمزوری ښی. راځی د الله (ج) لپاره رښتیا ووایو چی مونږ خپلو میرمنو ته د اسلام د تعلیم ورکولو باره کی څه کړی دی؟ زما د کور یوه غړی په کابل کی په یوه دینی مدرسه کی درس ورکوی. هفه وایی چی داسی ښځی راځی چی عمرونه یی له پنځوسو کلونه اوښتی دی او لمسیانو څښتنی دی ولی د غسل فرض یی ندی زده، او ټول عمر جنبی ګرځیدلی دی. چی دامو حال وی رولا غنی به ولی زمونږ میرمنی عیسویت ته نه دعوت کوی. الله د په… نور لوستل »

عبد الله

قربان دی شم، ترسو چی ثبوت رانوړی. خبر دی د قبول وړ نده. دا رختیا ده چی رولا به مسلمانه نه وی او یا هم بد انسان به وی. خو د کلیسا خبر ته دی ثبوت وړاندی کړه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x