افغانستان

دسولې دشورا مشر داسلامي کانفرنس په غونډه کې برخه اخلي

rabbani(نن ټکی اسیا) تمه کیږي چې داسلامی کانفرانس لخوا په افغانستان کې دیو سم سمکي دراوستلو په اړه دسعودی عربستان په جده کې غونډه ترسره شي.

دسولې دعالي شورا مشر برهان الدین رباني تیره ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چی دمارچ په میاشت کې داسلامی کانفرنس لخوا دجدې په ښار کې یوه غونډه په نظر کې ده چی په افغانستان کې په جګړه کې دښکیلو خواو په منځ کې دجوړ جاړي راووستلو پر

لارو چارو به وږغیږی موږ ته هم په دې کانفرانس کې دګډون بلنه راکړل شویده.

رباني وویل چې اسلامی کانفرنس دافغانستان حکومت له حکومته غوښتې چی له طالبانو سره دسولې دپلان دطرحې جزیات ورولیږي .

طالبانو لا له وړاندي دسولې او مذاکراتو خبرې رد کړي ،دطالبانو ویاند څه موده واړندي رسنیو ته وویلی وو ترڅو په افغانستان کې اشغالګر وی دسولې ټول پلانونه بې ګټې دي .

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx