شعـــــرونه

پتمن وطن – نسيم

محمد نسيم جمشېد

کلکي حوصلې د غره په شان لري
دا خاوره تکړه تکړه زمريان لري

توري يې دي لاس کې د پلرو نيکو
ګرم لا د ننګ غيرت ميدان لري

دا وطن پتمن پکې پتمن اوسې
خدای دې تل سرلوړی په جهان لري

مات شول لښکرونه د پردو پکې
شته لا ملالۍ، هم اکبرخان لري

چا چې يې شهيد کړلو جمات امام
قصد به خود نسيم د انتقام لري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx